بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

هغه دلیلونه چې د کارمندانو د استعفا لپاره د منلو وړ نه دي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ښایي په ځینو شرایطو کې استعفا تر ټولو غوره ټاکنه وي؛ خو داسې موارد هم شتون لري چې په استعفا ورکولو سره، یوازې او یوازې خپل ځان ته زیان رسوئ.

په هغه شېبه کې له کار څخه استعفا ورکول، چې د احساساتو په سمندر باندې لاهو شوي یاست، ښه حس دی، په دې شرایطو کې خوښېږي مو، چې خپل رییس له دې تصمیم څخه مو خبر کړئ، چې له هغه وضعیت څخه، چې هېڅ خوند نه ترې اخلئ، خلاصون پیدا کړئ.

ښایي دا تصمیم په پیل کې درته ښه معلوم شي، خو ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي، چې له احساساتو څخه را بهر شئ او بد احساس خپل ځای ښه احساس ته پرېږدي. له کار څخه استعفا د احساسي دلیلونو له امله او یوازې د یوې پېښې په خاطر، ناسم تصمیم دی. د دنده ایزې استعفا لپاره ډېرې زیاتې او قانع کوونکې لارې شتون لري؛ خو لاندې موارد د استعفا لپاره چندان مناسب نه دي:

بې پروګرامه یاست او ښه احساس نه لرئ

زړه مو نه غواړي، چې کار ته لاړ شئ، له هغې دندې څخه چې پکې بوخت  یاست، رضایت نه لرئ. خپل رییس مو ښه نه ایسېږي، په داسې یوه چاپېریال کې کار کوئ، چې په هغه کې دوکه بازي، دوه مخي توب، کمزوری مدیریت او نامناسبې اړیکې لیدل کېږي.

د دې ستونزې د حل لپاره یوه چټکه تګلاره، له یاد چاپېریال څخه په چټګه توګه وتل دي. ښایي په ځینو شرایطو کې د حل دا لاره تر ټولو غوره اقدام وي، خو په ښه او د خوښې وړ حالت کې نباید داسې یو کار ترسره کړئ؛ د کار ناڅاپي پرېښودنه، ښایي تاسو یو کمزوری فرد ښکاره کړي او دا کار به مو په سي وي باندې ورانونکی اغېز ولري.

تر ټولو غوره چلند دا دی، چې یوه ژوره ساه وباسئ او د خپلو شرایطو په اړه ښه فکر وکړئ، آیا لږ استراحت ته اړتیا نه لرئ؟ ښایي غوره وي، چې څو ورځې رخصتي واخلئ ترڅو روحیه مو بدله شي. که وروستی تصمیم مو، استعفا او د کار نه کول وي؛ لږ څه ډېر فکر وکړئ او له ځانه سټراتیژیک چلند ښکاره کړئ.

که دویمه دنده نه لرئ، چې وکولای شئ له استعفا وروسته په کار باندې بوخت شئ، نو دمګړۍ له دې تصمیم څخه لاس په سر شئ او خپل موقعیت ته بدلون مه ورکوئ، ترڅو چې غوره دنده پیدا کوئ. له یوې دندې څخه بل دندې ته تلل، له دې څخه ډېر آسانه دی، چې د بېکارۍ په وخت کې، په یوې نوې دندې پسې وګرځئ، دا په داسې حال کې ده، چې په کار پسې ګرځېدل، کله چې مناسبه دنده نه لرئ، روحیه مو لوړوي؛ ځکه په دې فکر کې یاست له خپلې دندې څخه د وتلو لپاره د هڅې په حال کې یاست او غوره راتلونکې ته هیله من یاست.

باید له خپلو مالي شرایطو څخه خبر واوسئ؛ ځکه نه شئ کولای چې د اوږد مهال لپاره ازګار پاتې شئ، نباید داسې فکر وکړئ، چې په استعفا ورکولو سره، په چټکه توګه نوی کار پیدا کوئ او ډېر ژر به لوړ معاش ته لاسرسی پیدا کړئ. شرایط تل لکه څنګه چې فکر کوو پرمخ نه ځي او ښایي سپما (پس انداز) مو پای ته ورسېږي او د پور تر دروند پېټي لاندې راشئ، په داسې حال کې چې لا مو هم نوې دنده نه ده موندلې.

ښه رییس نه لرئ

کله وخت یو بد رییس، کاري چاپېریال په جهنم باندې بدلوي او د دې سبب ګرځي، چې یو ښه کار په تر ټولو بد کار باندې بدل شي، باید د استعفا لپاره تر بیړې کولو مخکې، ووینئ، چې په دې کار سره کومې ښېګڼې به له لاسه ورکړئ. که کاري موقعیت مو د پرمختګ لپاره ښه پټانشیل لري، ښایي راتلونکی کال اړ ونه اوسئ، چې د همدې بد اخلاقه رییس تر لاس لاندې کار وکړئ. له بلې خوا که اجازه ورکړئ، چې ناهیلي پر تاسو باندې غلبه وکړي، ښایي دنده مو پرېږدئ.

که د اوسني رییس اوسېدل، ستاسو د استعفا لومړنی دلیل دی، هڅه وکړئ د دې تصمیم پر ځای، په خپلو اړیکو باندې کار وکړئ. لومړی له یوبل سره خبرې وکړئ او د شته ستونزو په لټه کې شئ، هغه ته ووایئ، چې په خپل منځ کې د اړیکو له ښه والي سره لېوالتیا لرئ او غواړئ په دې برخه کې اغېزناک ګامونه پورته کړئ.

ښایي په دې کار سره شرایط ښه کړئ او په خپل بد خُلقه رییس باندې اغېزه وښندئ. که دې کار کومه مثبته پایله ور نکړه نور کارونه هم شتون لري، لکه د ساعت یا ټیم بدلون. مخکې تر دې چې له خپلې اوسنۍ دندې څخه لاس واخلئ، غوره ده، چې خپلې ټولې هڅې وکړئ او شته ټاکنې بررسي کړئ.

هېڅ ترفیع مو نه ده کړې

د کار د پرېښودلو لپاره ځینې دلیلونه هېڅ منطقي نه دي او ښایي له استعفا وروسته په نظر کې مو بدلون رامنځته شي. ځینې کسان د ترفیع د نه کولو په دلیل، د استعفا په اړه فکر کوي؛ خوا دا تصمیم تل سم نه دی. مخکې تر دې چې غوسه شئ یا استعفا ورکړئ، یوه رښتینې ارزونه ترسره کړئ.

له هغه کس سره، چې ستاسو د ترفیع په اړه تصمیم نیسي، یوه ناسته جوړه کړئ او له هغه څخه وغواړئ، چې د روښانه راتلونکې لپاره تاسو ته لارښوونه وکړي، ښایي په دې ناسته نیوکې واورئ او ووینئ، چې ترفیع کول ستاسو لپاره ډېر هم عادلانه نه دي.

البته ښایي داسې خبرې واورئ، چې چندانې مو نه خوښېږي، خو دا موارد ډېر مهم دي. ډېری وخت د یوه کارمند ترفیع کول، منطقي دلیل لري. دا دلیل ډېری وخت یوازې کاري مخینه ده، په نورو مواردو کې زده کوئ، چې کوم کارونه ترسره کړئ، ترڅو د پام وړ شئ.

هره ماتې موږ ته یو ارزښتمن درس راکوي؛ کله وخت دا درسونه ماتې نه ګڼل کېږي. ښایي دې ته متوجه شئ، چې رییس مو ستاسو لپاره ښه پروګرام لري، یا په دې لټه کې دی، چې تاسو ترفیع وکړئ، سر بېره پر دې، دې ته متوجه کېږئ، چې په شرکت کې مو اوسېدل ستاسو لپاره ګټه لري او که نه. له دې موضوع څخه په خبرون سره، له خپلو شرایطو څخه معلومات تر لاسه کوئ او د خپلې راتلونکې لپاره هوښیارانه تصمیمونه نیسئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ