افغانستان ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه سیاست

د جګړې رېښه

لیکنه: ياران
لیکنه: شمس الحق حیران

د لاندې پاڼې په لیدو مې زړه ولړزېد، د خپل وران هېواد د هغو معصومو ماشومانو ټوټه ټوټه بدنونه مې سترګو ته ودرېدل چې د دې پاڼو په لوستنه باسواده شوو انسانانو په لاسونو ووژل شول او لاوژل کېږي. دا پاڼه له ادبي، محتوايي، حقوقي او د لیکنیز ترتیب له مخې ګڼې تېروتنې او نیمګړتیاوې لري. زه یې ادبي او لیکنیزه کره کتنه د اړوندې برخې پوهانو ته پرېږدم خو محتوايي او حقوقي اړخ یې لږ راسپړم.

له محتوايي او حقوقي اړخه دا پاڼه په بشپړه توګه یوه بې مانا، جنګ زېږوونکې، کرکه پاروونکې او د وژنې د مفکورې لېږدوونکې محتوا (منځپانګه) لري. دا ډول خطرناکه منځپانګه هغو ماشومانو ته تدریسېده چې آن لوستل او شمېرل یې هم نشو کولای. ولې به زموږ خاوره کې د زيربنايي بنسټونو ړنګولو، یو بل وژلو، د جګړې له تاوتریخوالي ډکو انځورونو، صحنو او مناسبتونو څخه د خوند اخیستلو او هڅولو فکر حاکم نه وي؟ ولې به خلک جنایت، قتل، غلا او بشر ضد جرمونه نه کوي او خپله خاوره به د پردیو موخو لپاره په پردیو وسلو نه ورانوي؟ هغه ټولنه چې په ماشومانو یې دا ډول ترخه مطالب او د اسلام، انسانیت او بشر حقونو ضد محتویات ولوستل شي، څنګه ترې د تمدني او عالي بشري چلند تمه کولی شو؟ ټوپک، لاسي بمونه او کارتوسونه د انسان وژلو لپاره کارېږي؟ خلک یې د خیال، ځوانمردۍ او مېړانې د سمبولونو په توګه په اوږو کې نه ګرځوي.

په دې متن کې له ښوونکي صاحب څخه غوښتنه شوې چې له زده کوونکو د وسلو د شمېر او استعمال د مواردو په اړه وپوښتي؟ولې د دا ډول کرکه زیږوونکو او بې مانا شکلونو په ځای د لوی خدای د پراخو مخلوقاتو له جملې څخه د نورو ښکلو څيزونو شکلونه نه راوړل کېدل؟ ولې د ځنګل د شنو ونو، د دنګو غاړو لرونکو هیلیو، د ښکلو او پرمختللو حویلیو او کتابونو عکسونه او شکلونه نه راوړل کېدل؟ دا ډول زرګونه (ولې) د سړي په زړه کې راګرځي چې ځواب غواړي او د دغه کتاب د تألیف او تدریس د موخو په پلټلو پسې سړی سرګردانوي.

د سولې زده کړه(peace education) په نړیواله کچه یو وتلی او کارنده مضمون دی. د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه له جګړې وروسته هېوادونو یا post conflict countries کې د ماشومانو د جګړه ییز ذهنیت د مثبت بدلون لپاره تدریسېږي، څو د جګړې رېښې وچې کړي او تاند ماشومان د یو بل تر څنګ سوله ییز، صمیمي، مینه ناک او له درناوي ډک ژوند په ارزښت وپوهوي. زموږ د هېواد د ښوونې او روزنې په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب مسؤولین باید دا مضمون په تدریسي کتابونو کې شامل کړي او د جګړې او وژنې خیرن افکار د دې ټولنې له ذهنیت څخه ووینځي.

کله مو چې د فکر آزادي واخیسته، د نړۍ د هېڅ قدرت لمنې ته به ځان ونه غورځوو، د هېڅ پردۍ کمپنۍ او اجیرې ډلې وسله به اوږې ته نه کړو، د خپل هېواد هېڅ پول او پولچک به ړنګ نه کړو، هېڅ نړیوال زبر ځواک ته به د غلامۍ سر ټيټ نه کړو، هېڅ پردی وسله وال هېواد یا فرد به د خپل هېواد ورانولو ته را ونه بولو، هېڅکله به هم په خپلو بې ګناه هېوادوالو ړندې بمبارۍ ونه کړو او په خاورینو کورونو به یې هاوانونه فیر نه کړو. جګړه بدبختي ده او سوله ژوند دی. له شعارونو راتېر شئ، د جګړې رېښې وچې کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ