بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

د انسانانو اړتياوې؛ د انانیت په لومو کې نه ایسارېدونکی کس بریالی دی

Young woman enjoying canola field in sunlight.
راټولونه: صدیقه پوپلزۍ 

د انسانانو اړتیاوې ډېرې دي، لکه مینه، ښه ژوند کول، آزادي، تفریح او له ژوند څخه خوند اخیستل همداسې نور شیان هم دي.

که زموږ له اړتیاوو څخه هره یوه یې پوره نشي زموږ د خپګان سبب کېږي، ځکه چې ټول انسانان غواړي ښه او په ارامه ژوند ولري، خوښېږي یې چې پرمختګ وکړي، غواړي ژوند کې رښتنې مینه ترلاسه کړي، هېڅ انسان نه غواړي چې قید و اوسي تل غواري ازاده و اوسي. که د یوه انسان ټولې اړتیاوې پوره شي، نو هغه انسان به ډېر نېکمرغه وي.

د انسان د اړتیاوو د ترتیب په باره کې د امریکایي ارواپوه ابرهام مزلو (په ۱۹۷۰ کې مړ) نظریه ډېره مشهوره ده. دی د انسان اړتیاوې په څو ډولونو وېشي او وایي چې وګړي معمولاً د مادي او فیزیولوژیکو اړتیاوو له پوره کولو وروسته د اجتماعي او معنوي تندې د ماتولو کوښښ کوي.

د مزلو نظریه د پنځه یا اووه پوړیز هرم په بڼه انځورېږي. په لومړي پوړ کې فیزیولوژیکي او جسمي اړتیاوې، مثلاً د ګېډي مړېدا شاملې دي. د جسمي اړتیاوو له پوره کېدو وروسته بنیادم معمولاً په امن پسې ګرځي او غواړي سلامت واوسي.

په درېیم پوړ کې عاطفي اړتیاوې راځي. بنیادم غواړي چې په نورو ګران و اوسي او له نورو سره تعلق ولري. په ټولنه کې محترم اوسېدل او نوم ګټل ورپسې غوښتې دي او د غوښتنو پنځمه مرحله دا ده چې وګړي یو ځل بیا په ځان کې ډوبېږي. د میین غوندې شي.

د نورو ښو یا بدو تبصرو ته اهمیت نه ورکوي، یوازې په خپلو لوړو ټولنیزو موخو پسې ګرځي او د ځان ثابتول غواړي. غواړي حقیقت ته ورسېږي، تلپاتې اثار ولیکي، دنیا بدله کړي او په ټولنه کې نوی روح پوه کړي.

د پنځمې پوړۍ اړتیاوې که څه هم د لومړۍ پوړ د اړتیاوو غوندې شدیدې نه وي، خو پرله‌پسې وي، د ویده بنیادم د تندې په څېر وي چې اوبه څښي او تنده یې نه ماتېږي.

د دې هرم په یوه بله بڼه کې تر وروستي پوړ له مخه د اړتیاوو دوه نور پوړونه وینو. داسې چې په ټولنه کې د احترام له ګټلو وروسته د حقیقت موندلو تنده او بیا د ښکلاپېژندلو تنده راځي او د ځان ثابتولو اړتیا د اووم پوړ په بڼه انځورېږي.

که څه هم په مختلفو عمرونو، وګړیو او کلتورونو کې د اړتیاوو دغه ترتیب بدلېدای رابدلېدای شي او داسې هم کېدونې ده چې بنیادم دې د څو پوړونو اړتیاوې په یوه وخت ولري، خو د مزلو مطلب دا دی چې انسانان معمولاً اول په فزیولوژیکي اړتیاوو پسې ګرځي، بیا د امن او صحت غم ورسره وي؛ ورپسې د مینې، دوستي خپلولۍ تنده خړوبوي.

په یوه بله مرحله کې د قدرت، ثروت، شهرت یا نورو ذریعو له لارې په ټولنه کې په احترام پسې ګرځي او د حقیقت موندلو، ښکلا پېژندلو، اخلاقي اوسېدلو او بلاخره ځان ثابتولو شوقونه یې تر ټولو لورې غوښتنې دي چې کله په یوه پوړ (پنځم پوړ) کې او کله په دریو پوړونو کې (پنځم، شپږم، اووم) کې ځای شوي دي.

د بنیادم د اړتیاوو د ترتیب او وروسته وړاندې والي له بحثه مې منظور دا دی چې په وږې او ناامنه ټولنه کې فرهنګي اړتیاوو ته په غالب ګومان لازمه توجه نه کېږي. فرهنګ په اصل کې د بشر د معرفت هغه برخه ده چې د مادي ګټې په خاطر نه بلکې د روحي او ذوقي تندې د ماتولو لپاره یې غواړو او لکه څنګه چې خوشحال فرمایي د سندرو او بدلو شوق خو به هاله پوره کوو چې د ډوډۍ او جامو غم راسره نه وي.

خو له بلې خوا، تاریخ راته وایي چې له کلتوري او فرهنګي بریا پرته مادي بریا هم مشکله ده. د بېوزلې ټولنې د کلتوري پرمختګ لپاره نه یوازې لایقو او دور اندیشو سیاستوالو او پالیسي جوړونکو ته ضرورت دی، بلکې د فکر فرهنګ د لارې داسې لارویان هم ورته پکار دي چې په نفس باندې کنټرول لري، د ځانولۍ او انانیت په لومو کې نه ایسارېږي او لوی مقصدونه ورسره وي.

اسدالله غضنفر

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ