ادبیات د ماشوم نړۍ طبیعت

د ګلونو مَلِکه [د ماشومانو کیسې]

لیکنه: ياران
ژباړه: محمدنور شاهین

یوې مهربانې نجلۍ د يوه ښکلي او له ګلونو ډک بڼ تر څنګ ژوند تېراوه، چې د ګلونو د ملکې په نامه یادېده.

کلونه کېدل، چې دې به هر سهار ګلونو ته سر ور ښکاره کاوه، د هغوی به یې پالنه کوله او خړوبول به یې.

څه وخت وروسته په سختې ناروغۍ اخته شوه او نه یې شوای کولای، چې بڼ ته لاړه شي.

په ګلونو پسې خپه شوې وه او هره ورځ یې له ګلونو څخه په لریوالي اوښکې بهولې.

د ګلونو زړونه د ګلونو په ملکې پسې خپه شوي ول، بل داسې څوک نه ول، چې پالنه یې وکړي او سندرې ورته ووایي.

له هماغو ورځو څخه یوه ورځ، د ګلونو د ملکې د پنجرې تر څنګ سپینه کفتره کېناسته. څنګه یې چې په ملکې سترګې ولګېدلې پوهه شوه، چې دا هماغه مهربانه ملکه ده، چې نورو کفترو یې په اړه خبرې کولې، سربېره پر دې په تېزۍ سره باغ ته لاړه او ګلونو ته یې خبر ورکړ، چې ملکه ډېره ناروغه ده.

دا چې ګلونه د دې خبر په اورېدلو ډېر خواشیني شوي ول، د حل یوه لار یې ورته کتله.

یوه له هغو څخه وویل: “کاشکې موږ کولای شول، چې د هغې لیدلو ته ورغلي وای، خو پوهیږم، چې دا امکان نه لري.”

کفترې وویل: “ستونزه نشته، زه کولای شم، چې هره ورځ یو له تاسو څخه په خپله مښوکه وشکوم او هغې ته مو ورسوم.”

ګلونه د کفترې د دې خبر په اورېدلو خوښ شول، له هماغې ورځې وروسته، کفترې هره ورځ یو له هغو څخه په خپله مښوکه کې نیول او ملکې ته یې راوړل، او د هغې حالت د ګلونو په لیدلو او بوی کولو سره ښه کیده.

یوه شپه ملکه ویده وه، چې د ژړا د غږ په اوریدلو را ویښه شوه.

لاس یې په دېوال کېښود او په کراره کراره د بڼ خواته لاړه، کله چې بڼ ته ننوته پوهه شوه، چې د ژړا غږ د چا ده، دا د همدې بڼ د کوچنیو غوټیو ژړا وه.

هغوی په دې نه وو توانېدلي چې ملکې ته ورشي، کله به چې دوی له ډنډر څخه بېلېدې، دوی نه خلاصیدې او د دې تر څنګ د ګلونو په تلو سره دوی د یوځایوالي احساس کاوه.

لږ وخت ملکه د هغوی تر څنګ پاتې شوه، د دوی ژړا یې غلې کړه او وروسته یې هغوی سره ژمنه وکړه، چې څومره زر کېږي، ګلونه به بېرته بڼ ته را ګرځوي.

سبا سهار یې ګلونه په لاس کې واخیستل او ډېر په کراره کراره د بڼ خواته لاړه، کله چې بڼ ته ننوته، د سهار یخ باد یې په مخ ولګېد، ښه احساس یې وکړ او ور سره یې حالت ښه شو. وروسته یې په خاورو کې د ګلونو په کرلو پیل وکړ.

له دې کار سره یې حالت لږ لږ په ښه کېدلو شو، تر دې پورې چې څو ورځې وروسته یې وکولای شول، په لاره لاړه شي او ګلونو ته سندرې ووایي.

غوټۍ او ګلونه د یو بل تر څنګ، د ملکې له لیدلو او مهربانۍ سره په خوند اخیستلو خوښ ول او ټولو دا ژمنه وکړه، چې د تېرو کلونو په څېر به ملګري پاتې کېږي او په هیڅ حالت کې به یو بل نه هېروي او تنها به یې نه پرېږدي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ