خوندیتوب ژوند بڼه کرونا

ورځ تر بله د کورونا نښو نښانو تشخيص

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

مخکې له دې چې تاسو دوام ورکړئ دا په یاد ولرئ چې دا یوازې د دننه ځان ارزونې لپاره عمومي بیاکتنه ده او امکان لري له یو انسانه بل ته توپیر ولري. که ښه احساس نه لرئ، نو باید زر د یو متخصص ډاکټر یا مشاور ته ورشئ، چې دقیق تشخیص او د کورونا لپاره ستاسو سمه درملنه وکړي.

عامې ورځنۍ نښې نښانې په ۱۳۸ ناروغانو کې د ووهان پوهنتون د زونګنان روغتون کې راپور شوی او په بله مطالعه کې، په جینینتون روغتون کې ۱۳۵ ناروغان او د ووهان ریوي روغتون کې ۵۶ ناروغه شامل دي، چې نتیجه یې اخیستل شوې.

دا نښې په لاندې ډول تقسیم شوې:

لومړۍ او دویمه ورځ

لومړنۍ نښه یې ساړه د لږ ستوني درد سره وي، چې تبه نه لري او د ستړیا احساس نه کوي. ناروغان په طبیعي ډول کولای شي خواړه او مایعات وخوري.

درېیمه ورځ

د ناروغ ستونۍ لږ د درد احساس کوي. د بدن حرارت تقریباً ۳۶،۵ درجه سانتیګراد کې بدلون کوي. که څه هم دا یوه نامعمول ناروغي ده، نورې نښې یې، لکه زړه‌بدوالی یا خفیفه عملونه امکان لري.

څلورمه ورځ

د ستوني درد جدي کېږي. نورې نښې، لکه د بدن درد او د ضعف احساس پیل کېږي. د ناروغ د بدن حرارت امکان لري د ۳۶،۵ ترمنځ تر ۳۷ درجه سانتیګراد ښکاره شي.

پنځمه تر شپږمه ورځې پورې

لږه تبه پیل کېږي. ناروغان د ۳۷، ۷ درجه سانتیګراد حرارت ښکاره کوي. دویمه نښه یې، وچ ټوخی هم ښکاره کېږي. امکان لري ځینې وختونه د تنفس ستونزه پیدا شي. ډېری ناروغان په دې وخت کې په راحتۍ سره د ستړیا احساس کوي او نورې نښې یې تقریباً یو ډول دي.

دا څلور نښې د د کورونا د لومړي پنځه نښو څخه دي، د ګډ چینایي ډبلیو ایچ او ماموریت لخوا د ابتدایي پیښي وروستي راپور سره سم دي.

اوومه ورځ

تر ۷ ورځو چې ناروغ خپل رغېدنه نه ده پیل کړې، له ټوخي او تنفسي ستونزو سره مخ کېږي.

کېدای شي تبه یې تر ۳۸ درجه سانتیګراد پورې لوړه شي. په دې صورت کې امکان لري ناروغان د ډېر درد او بدن درد یا هم د عملونو بدتره کېدلو سره مخ شي. ډېري له کورنیو څخه په دې مرحله کې په روغتون کې بستر دي.

اتمه تر نهمه ورځې پورې

په اتمه ورځ هغه ناروغان چې مشترکه صحي نښې لري دا نښې په ډېر احتمال سره بدتره کېږي. نفس شدت پیدا کوي او د بدن حرارت د ۳۸ درجه سانتیګراد څخه لوړ دي.

لسمه تر یوولسمه ورځې پورې

ډاکټران د تنفس د شدت د اخیستلو لپاره د ناروغانو څخه د انځور اخیستنې ازمایشات، لکه د ایکس اشعه د سینه قفس لپاره سپارښتنه ورکوي.

مریضان خپله اشتها له لاسه ورکوي او امکان لري د خېټې له درد سره مخامخ شي. دا ناروغ هم ډېر زر درملنې ته اړتیا لري.

۱۲ تر ۱۴ ورځې پورې

له کرونا څخه پاتې شوو ته په دې مرحله کې ښه اداره کېږي. تبه ښه کېږي او تنفسي ستونزې کېدای شي په ۱۳ ورځ ودرېږي، خو ځینې ناروغان امکان لري وروسته د روغتون له رخصتېدو نه هم لږ ټوخۍ ولري.

۱۵ تر ۱۶ ورځې پورې

ځینې ناروغانو ۱۵ ورځ د نورو ناروغانو څخه توپیر لري. کوم کسان چې دا ناروغي یې تېره کړې باید د د زړه د زیان او یا پښتورګو زیان احتمال لپاره چمتو وي.

۱۷ تر ۱۹ ورځې پورې

د کرونا مړینه د وخت څخه شاوخوا ۱۸ ساعته دمخه پېښېږي، زیان‌منونکي ناروغان ممکن دویم انتان رامنځته کړي چې د ټیټ تنفسي جریان کې د نوي رنځ له امله رامنځته کېږي.

۲۰ تر ۲۲ ورځ پورې

کوم ناروغان چې پاتې شوي په کامله توګه له دې ناروغۍ څخه رغېږي او د شفخانه څخه رخصتېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ