د کرکټ نړیوالې شورا درجه‌بندي او پکې د لسګونو افغان لوبغاړو شتون

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
لیکنه: سمیع الله درانی

افغان لوبغاړي اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا په درجه‌بندۍ کې مطرح لوبغاړي دي او په درې واړو ډولونو لوبو درجه‌بندۍ کې د جدول په سر منځ او اخر کې یې ځایونه خپل کړي دي.

ټېسټ کرکټ لوبې او پکې د افغان لوبغاړو شتون

د ټېسټ لوبو د توپوهنې په درجه‌بندۍ کې څلور افغان توپوهونکي شته دی.
رحمت شاه زرمتی د ۴۰۰ نومرو په لرلو سره په سلو توپوهونکو کې ۷۷ یم ځای خپل کړی دی.
اصغر افغان هم د ۴۰۰ نومرو په لرلو سره اووه اویایم ځای نیولی دی.
ابراهیم ځدران ۳۷۵ نومرې لري او ۸۷ نمبر ځای ترلاسه کړی دی.
او جاوېد احمدي د ۳۲۶ نومرو په لرلو سره ۹۷ یم ځای نیولی دی.

د ټېسټ لوبو افغان بالران

راشدخان ۴۴۹ نومرو په اخیستلو سره پنځه دېرشم ځای نیولی.
یمین احمدزي د ۳۰۹ نومرو په ګټلو سره څلورپنځوسم ځای خپل کړی، حمزه هوتک د ۲۲۵ نومرو په اخیستلو سره پنځه شپېتم ځای کابو کړی، ظاهرخان پکتین د ۱۱۲ نومرو په ترلاسه کولو سره اووه اتیایم مقام نیولی او وقار سلام‌خېل د ۹۶ نومرو په ترلاسه کولو سره ۹۱ یم ځای نیولی دی.

د یو ورځنیو لوبو درجهبندي او افغان توپوهونکي

دې برخه کې د اته افغان توپوهونکو نومنه برېښي.
رحمت شاه دوه څلوېښتم ځای لري، ۵۶۴ نومرې یې اخیستي دي.
محمد شهزاد ۵۷ م مقام خپل کړی او نومرې یې ۵۲۸ دي.
نجیب الله ځدران ۶۲ م ځای ترلاسه کړی او نومرې یې ۵۱۳ دي.
محمدنبي عیسی خېل ۵۰۰ نومرې اخیستي او اته شپېتم ځای یې نیولی دی.
حشمت الله شهیدي ۴۹۳ نومرې لري او ۷۳ یم ځای یې خپل کړی.
اصغرافغان ۴۷۹ نومرې لري او ۷۸ یم مقام یې نیولی دی.
ګلبدین نایب ۴۱۹ نومرې خپلې کړي او ۹۵ یم مقام یې ترلاسه کړی دی.
او راشدخان د ۴۰۲ نومرو په لرلو سره ۹۹ یم ځای خپل کړی دی.

د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو درجه‌بندۍ کې افغان بالران

مجیب الرحمن درېیم مقام لري، ۷۰۱ نومرې، راشدخان یوولسم دی ۶۱۰ نومرې، محمدنبي اتلسم دی ۶۰۳ نومرې، دولت ځدران اویایم نمبر دی ۴۳۳ نومرې، افتاب عالم ۴۲۸ نومرې ۷۶ یایم نمبر، ګلبدین نایب ۴۱۳ نومرې نهه اویایم نمبر او حمیدحسن ۳۹۳ نومرې لري او ۸۶ یایم نمبر توپ اچوونکی دی.
د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کې محمد نبي لومړی دی ۳۰۱ نومرې لري او راشدخان دویم نمبر دی ۲۵۳ نومرې لري.

د شل اوریزو لوبو توپوهونکو درجهبندۍ کې افغان لوبغاړي

حضرت الله ځاځی اتم نمبر توپوهونکی دی ۶۷۶ نومرې لري، محمدنبي دېرشم نمبر توپوهونکی دی ۵۲۹ نومرې لري.
رحمان الله ګُربز څلوېښتم نمبر توپوهونکی دی او ۵۰۳ نومرې لري.
نجیب الله ځدران اووه څلوېښتم ځای لري، ۴۸۳ نومرې لري.
اصغرافغان ۵۶ م نمبر توپوهونکی دی او ۴۵۱ نومرې لري او سمیع الله شینواری نهه اتیایم نمبر توپوهونکی دی او ۳۶۶ نومرې لري.

د شل اوریزو لوبو توپ اچوونکي

راشدخان لومړی دی او ۷۳۶ نومرې لري، مجیب الرحمن دویم توپ اچوونکی دی ۷۳۰ نومرې، محمد نبي عیسی خېل دووه ویشتم نمبر دی، ۵۵۷ نومرې، کریم جنت ۵۰۱ نومرې لري او څلوېښتم نمبر دی او ګلبدین نایب ۹۳ یم مقام لري او ۳۷۳ نومرې لري.
د شل اوریزو لوبو الراونډرانو کې محمدنبي عیسی خېل لومړی نمبر دی.
که وګورو شاوخوا دېرش افغان لوبغاړي د کرکټ نړیوالې شورا په درجه‌بندۍ کې شامل دي او دا د افغانستان لپاره ویاړ دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.