خوندیتوب ژوند بڼه کورنی ژوند

د ماشوم پر تربیه د مور او پلار د چلن اغېز

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

ډېری مور او پلار د اولادونو له ناوړه تربیې سر ټکوي، خو د دوی تربیه مستقیماً د مور/ پلار چارچلن پورې اړه لري. که تاسو فکر کوئ چې یوازې ستاسو ماشومان داسې دي،  تېروتي یاست، ځکه هره کورنۍ یو ځل په دایمي یا لنډمهاله بڼه له دې ستونزې سره مخ کېږي. مور او پلار اړ هم نه دي چې د ماشوم د اصلاح په پار هغه ښوونځي او وړکتون کې په ډېر کوچنیوالي شامل کړي. دا ډېره اسانه حللاره لري. دا حللاره د مور/ پلار چلن او د ځینو نورو لارو چارو پلي کول دي.

دې بېلګې ته ځیر شئ!

هیله له خپل پلاره غواړي چې لوبې ورسره وکړي، خو پلار ستړی ستومانه له دندې راغلی او د هیلې دا هیله ردوي. هغه اړ کېږي خپلې خور ته ووايي چې لوبې ورسره وکړي. دواړې خویندې ناستې دي لوبې کوي. پلار هم ستومانه دی او له ستړیا سره اړ هم دی چې څو ټلیفوني اړیکو ته ځواب ورکړي او لږ دمه هم وکړي. دې وخت کې د هیلې د لوبو توکي ښه زغرده پر ځمکه لوېږي، پلار ورته وايي:

هیلې بچۍ لږ ورو ساعتیري وکړئ.

هیله یې مني او بیا یې پیلوي. یو ځل بیا د هیلې د لوبو توکي خورا په زوره پر ځمکه لوېږي، پلار ورغوسه کېږي:

هیلې، وایم کرار کرار!!!

هیلې ومنله، لږ خپه غوندې شوه، پر لوبو یې پیل وکړ. څو شېبې وروسته د ماشومانو شورماشور شو….

نو ماشوم خپلې موخې ته ورسېد، یانې:

۱-پلار خپه شو.

۲- د پلار ورته پام دی، ځکه هغې ته وايي چې خپل کار اصلاح کړي.

۳- هیلې خپل کار اصلاح کړی، خو شېبه وروسته د پلار د پام اړلو په موخه بیا یو پلان جوړوي، شورماشور کوي چې پلار ورته وګوري.

او یوه بله ماشومانه کړنه

ماشومان که هره موخه ولري (ځواکمني، پام اړول، د بدۍ جبران…) هر څه چې وي، لنډه دا چې اولاودونه د مور/ پلار د احساساتو تعلق غواړي، یانې د دوی احساسات باید یوازې خپل ماشوم ته وي.

“پاڅون څلور کلن دی. ډېره خرابه ژبه لري. هره خبره چې په کور کې څوک ورته وکړي، په بې ادبۍ یې نه مني. توکي واروي، شورماشور کوي، له همزولو سره ښه چلن نه کوي. مېلمستیاوو کې د خلکو ماشومان ځوروي، د مشرانو تر مخې ناوړه خبرې کوي. مور یې تل د ده پر کړنو شرمېږي، دومره خپله مور غوسه کوي چې د خلکو تر مخې یې ښکنځي او سپکوي یې”

یانې ماشوم خپلې موخې ته ورسېد:

۱- د پاڅون مور شرمنده او سخته غوسه کېږي.

۲- مور یې شخړه کوي او دی رټي.

۳- پاڅون هم جنګ ورسره کوي، مور د خپلې آبرو ساتلو په پار غلې کېږي او پاڅون دا جګړه ګټي.

زیاتي نو مور وپوهېده چې پاڅون ریاست غواړي. هغه غواړي له دې لارې خپله ځواکمني څرګنده کړي.

بې تربیه ګي او سپین سترګې هغه لاره ده چې ډېری ماشومان یې د مور/ پلار د پام اړولو په موخه خپله تګلاره ټاکي.

دا هر څه د مور/ پلار له لاسه کېږي؟

نه! ماشومان که کوم منفي کار وکړي او مور/ پلار یې بېرته هماغسې منفي غبرګون وښيي، خامخا هغوی ضدي کېږي. دلته بویه چې د اولاد د کنټرول په پار مور/ پلار خپل لیدلوری بدل او د بدو خبرو پر ځای یې په سمه خبره راوتړي، ځکه انسان یوازې په خبر تړل کېږي. که مور یا پلار خپله خبره په تونده لهجه نه، په سمه ژبه ماشوم یا اولادونو ته ولېږدوي هېڅ تاوان به ونه لري، ځکه دوی باید خپل دا پیغام چې «زویه/ لورې ستا له دغه منفي کاره پلوي نه کوم!» په سمه بڼه ورولېږدوي، خورا ښه لاره ده.

د هیلې پلار کولی شول له همغه لومړیو خپلې لور ته ووايي چې لورې که لوبې کوې، شورماشور مه کوه. یا که غالمغال کوې، بلې خونې ته لاړه شه، نو چیغې ته به هېڅ اړتیا نه وه شوې.

د پاڅون په اړه هم دغه کړنه ښه راتله چې کله یې بې تربیه ګي کوله، مور یې بیخي غلې شوې وی، یا هم له شرمنده ګۍ يې ځان بچ کړی او له خونې وتلې وی.

کله چې ټول سره ارامه شوي وو او وینه سړه وه، بیا به یې خبرې سره کولې او غلطې کړنې به یې وراصلاح کړې وی.

مورپلار ته بویه چې د ماشوم د سمې روزنې په موخه تل هغوی ته غوسه نه شي او ټوله پړه پر هغوی وانه چوي، خپل لیدلوری بدل کړي او له  یوې نرمې لارې دې کار اخلي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ