د ډېوېډ ورانر تېروتنې حیدراباد په سوپر اوور کې مات کړ

د آی پي اېل په شلمه لوبه کې جالبه سیالي ترسره شوه، چې پکې لومړی د منډې مساوي او بیا لوبه سوپر اوور ته ولاړه.

د لوبې حال

ډیلي لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د پرېتوي شاو د ۵۳ منډو په مرسته ۱۵۹ منډې وکړې او حیدراباد ته یې ۱۶۰ منډې هدف ورکړ.

راشدخان په ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه.

د حیدراباد لپاره بیا هم جاني بېرسټو او کېن ویلیمسن ښه توپوهنه وکړه.

په پیل کې بېرسټو په ۱۸ توپونو ۳۸ منډې وکړې، چې ۴ شپږیزې او ۳ څلوریزې پکې شاملې وې.

خو د بېرسټو په سوځېدو سره لوبه بیا بې ثباته شوه او ټوله هیله کېن ویلیمسن ته پاتې وه.

ویلیمسن په سخت وخت کې د حیدراباد لپاره ۶۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

لوبه څنګه سوپر اوور ته ولاړه؟

حیدراباد ته په دوه اورونو کې ۲۷ منډې پاتې وې، چې په نولسم اوور کې له اوېش خان څخه ۱۱ منډې راغلې، چې د جګدیشا سچېت لخوا پرې په وروستیو دوو توپونو دوه څلوریزې ووهل شوې.

د رباډا لپاره وروستي اوورکې ۱۶ منډې پاتې وې.

لومړی توپ یې وایډ وکړ، ورپسې کېن ویلیمسن څلوریزه ووهله، بیا یې یوه منډه وکړه، په څلور توپونو لس منډې پاتې وې، چې سچېت په رباډا شپږیزه ووهله.

په دې ډول په درې توپونو څلور منډې پاتې وې، چې ورپسې توپ باندې یوه منډه راغله.

نو په دوه توپونو درې منډې پاتې شوې، چې یوه منډه بله هم په پنځم توپ جوړه شوه او په یوه توپ دوه منډو ته اړتیا شوه.

په وروستیو توپ هم یوه بای منډه راغله او لوبه سوپر اوور ته ولاړه.

سوپر اوور ولې حیدراباد بایلود؟

د لوبډلمشر ډېوېډ وارنر یوې تېروتنې لوبه وبایلله.

تېروتنه یې دا وه، چې د سوپر اوور لوبې ته باید کېن ویلیمسن او جاني بېرسټو راغلی وای؛ خو وارنر په خپله توپوهنې ته راغی او دې چارې د حیدراباد هدف تر ۸ منډو محدود کړ.

د ډیلي لپاره سوپر اوور اکسر پټېل ترسره کړ، چې وارنر لومړی توپ مِس کړ، دویم توپ باندې یې یوه منډه جوړه کړه، درېیم توپ د کېن ویلیمسن لخوا څلویزه شو، په څلورم توپ منډه رانغله، په پنځم توپ یوه لېګ بای منډه راغله او په وروستي توپ یوه منډه وارنر جوړه کړه، چې په دې ډول اووه منډې جوړې شوې او ۸ منډې هدف شو.

د حیدراباد لپاره سوپر اوور راشدخان وکړ؛ خو منډې کمې وې او په وروستي توپ ترې پوره شوې.

په راشدخان هېڅ یوه بونډري راغله، د راشدخان په لومړي توپ رېشاب پنټ یوه منډه جوړه کړه، په دویم توپ شېکردوان یوه لېګ بای منډه واخیسته، په درېیم توپ رېشاب پنټ یوه ریورس سویپ څلوریزه ووهله، په څلورم توپ منډه رانغله، په پنځم توپ لېګ بای منډه راغله او په وروستي توپ هم شېکردوان لېګ بای منډه وکړه.

که لېګ بای ترې لېرې شي، راشدخان ټولې ۶ منډې ورکړي؛ نو خورا ښه سوپر اوور یې وکړ.

د لوبغاړي غوره لوبغاړي جایزه پرېتوي شاو ترلاسه کړه.

د آی پي اېل په تاریخ کې د زیاتو سوپر اورونو ترسره کوونکي لوبغاړي

جسپرېت بومرا ۴ ځلې د ممبيي لپاره سوپر اوور ترسره کړی دی، راشدخان درې ځلې، محمد شمي دوه ځلې، جېمز فولکنر دوه ځلې او دوه ځلې رباډا ترسره کړی دی.

بل پلو د آی پي اېل ۱۹ مه لوبه ایم ایس ډوني وګټله او ویرات کولي ته یې په ۶۹ منډو ماته ورکړه.

په هغې لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه جدیجا ترلاسه کړه.

نن ماښام پنجاب لوبډله د کلکتې پر وړاندې د آی پي اېل ۲۱ مه لوبه کوي.

وروستي مطالب