بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه طبیعت

دژاوو؛ ولې ځينې وخت یوه نوې پېښه تکراري ښکاري؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

دژاوو فرانسوي کلمه ده، مانا یې (دمخه لیدل شوې) ده. موږ لومړی ځل په ماشومتوب کې له دې حس سره مخ کېږو. کله چې ۶-۱۰ کلن یو، دا تجربه کوو چې نوې پېښه، نوی شی یا نوې څېره بېخي راته تکراري ده، یا مخکې مو کوم چېرته دا هر څه لیدلي. دا یو هیښنده حس دی، ځواکمن دی، انسان حیرانوي چې ښه ایا په رښتیا دا هر څه یو ځل مخکې شوي وو، که نه.

مثلاً: تاسو په ښار کې غواړئ ځينې توکي وپېرئ، د اخیستلو وخت کې یې څنګ ته مو څوک درېږي. ښکته او پورته ورته ګورئ، خو سمدستي یو ډول حس درته پیدا کېږي چې درته وايي مخکې مو هم له همدې هټۍ، له همدې سړي، همدغه توکي پېرل او همدغه ولاړ کس مو څنګ ته درېدلی وو. دا همغه شېبه وي چې تاسو له دژاوو سره مخ یاست.

په ټوله نړۍ کې ۳۰یا ۱۰۰سلنه انسانان دژاوو حسوي، خو کره شمېر یې ځکه مالوم نه دی چې امکان نه لري له هر سړي څخه پوښتنه وشي، هر یو دقیق ځواب ورکړي، ځکه چې چا نه پوښتنه هم شوې، ځوابونه یې مختلف وو. کېدای شي ځينې یې هېڅ تجربه هم نه کړي؛ خو دا هم شونې ده چې یو کس یې په اونۍ کې یو ځل، په میاشت کې یو ځل، یا په کال کې تجربه کړي.

تر لویانو ماشومان د دژاوو ډېره تجربه لري.

دژاوو، ذهني یا اروايي ستونزه ده؟

پوهان وايي  چې په ماشومتوب کې دژاوو دېره وي؛ خو کله چې عمر تر ۱۵ واوړي، ۲۵ ته ورسي، بیا نو همداسې پسې کمه شي. مانا چې څومره عمر ډېرېږي، دژاوو کمېږي؛ ځکه چې ذهني فشارونه، اندېښنې دېرې وي. دا خبره موږ ته دا راښيي چې اصلاً دژاوو د ارام او سم ذهن ښکاروندیه ده. یانې نه اروايي ستونزه ده او نه ذهني.

ولې دژاوو سره مخ کېږو؟

دې پوښتنې ته تر اوسه کره او پوخ ځواب نه دی موندل شوی، خو داسې ځينې انګېرنې شته چې موږ ته د څېړنو لاره هوارولی شي. ځينې هغه کسان چې صرعه لري، ډېری له دې ډول پېښو سره مخ شوي. ځينې پوهان بیا وايي چې کاذبه (دروغجنه) حافظه به یې لامل وي، خو په دې وروستیو کې ښاغلي اوکانر او ډلې یې پر دې خبره څېړنې وکړې. دوی داسې لاره غوره کړې وه چې ځينو کسانو ته به یې د هغو وییونو (لغتونو) یو لړلیک وراوره چې یو له بل سره به بې مانیزه اړیکه درلوده.

دا به یې ور اورول بیا به یې بېرته پوښتنه ترې کوله او هغه اصلي کلمه به یې ښودله چې اورېدلې یې ده که نه، مثلاً دوی به دا کلمې ور اورولې (خوب‌ځای، خونه، شپه، بالښت، توشکه…) بیا یې ترې پوښتل چې ایا تا د (خوب) کلمه اورېدلې؟

هغه کس به ویل: هو!

ځکه چې دوی ته یې داسې کلمې ورکړې وې چې دوی ګومان کاوه چې هغه اصلي (خوب) کلمه یې هم اورېدلې. حال دا چې نه به وه وراورول شوې.

تر ډېرو ازمایښتونو او تجربو وروسته یې جوته کړه چې دژاوو د ویښ/ سم ذهن زېږنده ده.

دژاوو هیښوونکی حس دی چې راته وايي دا پېښه مخکې هم شوې، دا دی بیا تکرار شوه، خو اصلاً داسې نه ده. بیا وایو چې نه، نه ده شوې دا یو حس دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ