د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په برخه کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا ریس عمر داودزي په یوه تازه مرکه کې د سولې په تړاو مهمې خبرې کړي.
دا مرکه له خورشید تلویزون سره شوې، چې یاران وېب پاڼه یې مهم ټکي له خپلو درنو لوستونکو سره شریکوي:
سولې ته هیله مندي
عمر داودزی وایي سولې ته تر بل هر وخت هیله مندي زیاته شوې او دوی په تمه دي، چې د وسله والو طالبانو استازي به له افغان دولت سره مستقیمو مذاکراتو ته چمتو شي.
د ده په وینا دا هیله مندي افغان سولې ته د ځانګړي امریکایي استازي له ټاکل کیدو وروسته زیاته شوې او څرګندوي، چې د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه سولې ته پر جګړې لومړیتوب ورکوي.
د سولې جرګې دفاع
په مرکه کې داودزی د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه وننګول شو، چې بې ځایه لګښت پرې وشو، خو کومه پایله یې نه لرله.
هغه د جرګې د جوړیدو ننګه وکړه او ویې ویل: دغه جرګه ځکه ضرور وه، چې د ملت استازي پکې دولت ته له طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې د نرمښت حدود معلوم کړي.
داودزی دا هم وایي چې سیاسي څېرو د ټول ملت استازولي نه شوه کولای، ځکه خو دولت د سولې مشورتي لویه جرګه وغوښته.
د مصالحې د رهبرۍ شورا ناندرۍ
په مرکه کې عمر داودزی د مصالحې د رهبرۍ شورا د ناهمغږۍ په اړه هم وپوښتل شو.
ورته وویل شول، چې دغه شورا له جوړیدو سره بیا هم ونه توانیده، چې ټول سیاستوال د سولې په اړه یوه خوله وساتل شي.
د بېلګې په ډول د ماسکو ناسته یاده شوه، چې تازه ترسره او ځینو حکومت نه د باندې سیاستوالو ګډون پکې کړی و.
داودزي هیله وښوده، چې د مصالحې د رهبرۍ شورا به د دغو خورو ـ ورو هڅو په یو کولو بریالۍ شي.
د سولې شورا دغه چارواکي ټینګار وکړ، چې د مصالحې د رهبرۍ شورا کې اختلافونه طبیعي دي، خو دوی هیله من دي چې دا اختلافونه به په لویه کچه د یو غږ لرلو خنډ ونه ګرځي.
پر روسیه او سیاستوالو نیوکې
عمر داودزي دا مرکه په داسې وخت وکړه، چې د ماسکو ناسته د یو شمېر افغان سیاستوالو او طالب استازو په ګډون تازه پای ته ورسیده.
دا افغان مقام وایي لازمه وه، چې دغې ناستې ته ورغلي افغان سیاستوال پخپل سرنه وای تلي؛ بلکې د مصالحې د رهبرۍ شورا سره یې مشوره کړې وای.
د داودزي په وینا وسله وال طالبان هم خپلو کې اختلافونه لري، خو داسې ناستو ته په مشوره ځي او د ټولو ډلو استازیتوب پکې موجود وي.
داودزی پر یادې ناستې او روسیې نیوکه کوي.
د ده په وینا افغانستان تراوسه روسیې نه نه دي غوښتي، چې د سولې د منځګړتوب کوششونه شروع کړي، خو روسیې پخپل سر داسې ناستې پيل کړي.
هغه وایي: شخصي لیدلوری مې دا دی، چې روسیه د سولې په روانو هڅو کې له امریکا سره خپل اختلافات پالي.
داودزی زیاتوي: امریکا متحده ایالاتو د افغان جهاد پر وخت له روسیې څخه په افغانستان کې د ویتنام غچ واخیست او اوس تصور دا دی، چې روسیه بیرته په افغانستان کې له امریکا څخه د افغانستان له اړخه د ور اوښتې ماتې غچ اخلي.
پر سولې شورا بیا کتنه
د سولې شورا دا چارواکی وایي دوی به زر د سولې د هڅو د همغږۍ او متحد کیدو لپاره ولسمشر ته د دغو هڅو او بنسټونو د اړوندو چارو ارزونه وسپاري.
د داودزي په وینا دوی د سولې شورا کارونه ارزولي او ولسمشر ته به یې پایلې وړاندې کړي.
عمر داودزی وایي: د اختر تر شلمې به انشالله د سولې شورا په جوړښت، ترکیب او تګلارو کې بدلون راشي.
پر سولې د ټاکنو سیوری
په دې مرکه کې د سولې په اړه د افغان سیاستوالو د نه همغږۍ لوی لامل عمر داودزی پر سولې د ټاکنو سیوری ګڼي.
د ده په وینا ولسمشر غني، اجرایه ریس ډاکټر عبدالله او ځینې نور چې ولسمشرۍ ته نوماندان دي، د ټاکنو لپاره هم د سولې پر هڅو نه یو خوله کیږي.
هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، چې څوک په دې برخه کې ملامت دی او څوک نه؟
خو ویې ویل د حکومت د سولې د هڅو یوه لویه برخه منتقدین هم د مختلفو سیاسي او ټاکنیزو ډلو اړوند دي.
داودزي ټینګار وکړ، چې د سولې په شان لوی بحثونه باید د وړو موخو قرباني نه شي.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ