دولت ځدران: د ځان او نورو ژوند وژغورئ !

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبريال: مدثر دعوت
د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي تيز توپ اچوونکي دولت ځدران له خلکو غوښتي چي خپلي روغتيا ته پام وکړي.
د ورزش نړۍ د کرونا له کبله خاموشه ده او په نړيواله کچه ۹۰% سلنه ورزشي لوبي ځنډول سوي او ياهم د بندو دروازو ترشا ترسره کيږي.
افغان لوبغاړي هم بيکاره دي، اصغر افغان د کاغذباد لوبي کوي، مجیب الرحمن د ابراهم ځدران ويښتيان کوچني کوي ،ګلبدين نائب هم د ماشومانو سره وخت تيروي او ځيني نور بيا په ميلو او چړچو وخت تيروي.
که څه هم دولت ځدران پدې وروستيو کي د کريکټ بورډ د پريکړو څخه ناخوښه دی او حوصله يې ختمه سوې، نن يې د کرونا په اړه پر ټولنيزو رسنيو افغانانو ته ځيني سپارښتني وړاندي کړي.
دولت ځدران له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چي د کرونا ويروس په اړه د روغتيا د نړيوال سازمان او حکومت لارښووني عملي کړي ترڅو ددې نړيوالي وبا څخه ځان او نور وژغورل سي.
ځدران ليکي:
((سلام ملګرو.
لکه څنګه چه تاسو په جریان کی یاست دی د #کرونا په نوم #وبا چه په اکثره هیوادو کی په ډیر سرعت سره د خپریدو په حال کی ده. زیات ځانی زیانونه اړولی دی او زیات شمیر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د وقایی لپاره چه نړیوال روغتیایی سازمان کومه #لارښونه کوی مونږ او تاسو ته په کار ده چه دا لارښوونی جدی ونیسو.
يواځینۍ لاره همداده چه کور پاتی شئ او د ځان او نورو انسانانو ژوند وژغورو.))

تر دولت ځدران وړاندي هم د افغانستان د کريکټ مشهورو څيرو خلکو ته د کرونا څخه د ځان ساتني او ددې ويروس په وړاندي د مبارزې په اړه بيلابيلي لارښووني او سپارښتني کړي وې.