نامعلوم برخلیک؛ دولت ځدران روان تمریناتي کمپ کې نشته

د تیري یکشنبې په ورځ د کابل په کرکټ لوبغالي کې ۲۲ افغان لوبغاړو د کورونا ټولو اُصولو ته په پام کي نیولو سره له اوږډه ځنډه وروسته یو ځلي بیا تمریناتي کمپ پيل کړ.
افغان کرکټ بورډ د تمرینونو له پيل څخه یوه ورځ مخکې د هغو ۲۲ افغان لوبغاړو لیست خپور کړ، چي په روان تمریناتي کمپ کې به برخه اخلي.
په لومړي سر کي یاد تمریناتي کمپ کي دا ۲۲ لوبغاړي شامل وه:
« لوبډلمشر اصغر افغان، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، نوین الحق، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، عثمان غني، محمد شهزاد، سعید شېرزاد، دروېش رسولي، ظاهرخان پکتین، فرید ملک، حمزه هوتک او شریف الدین اشرف.»
له هغه وروسته پرون شنبه افغان کرکټ بورډ یاد تمریناتي کمپ ته دوه نور افغان لوبغاړي افتاب عالم او نجیب ترکی هم وراضافه کړل او خپل تمرینونه یې پیل کړل.
خو خبره دلته ده، چي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي تکړه تېز توپ اچونکی دولت ځدران یاد تمریناتي کمپ ته ندی اخیستل شوی.
تر اوسه نده معلومه چي ولي دولت ځدران ندی اخیستل شوی.
د دولت ځدران ترڅنګ نورعلي ځدران او یمین احمدزی هم د ملي لوبډلي هغه نوموتي او تکړه لوبغاړي دي، چي یاد تمریناتي کمپ ته ندي اخیستل شوي.
په دې تمریناتي کمپ کي افغان لوبغاړو ته د توپوهني او توپ اچوني ترڅنګ فزیکي برخه کي هم یوه میاشت تمرینونه ورکول کیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ