ډېوېډ وارنر؛ په آی‌پي‌اېل کې پنځمه ماتې زما له امله وه

 

د حیدراباد لوبډلې لوبډلمشر ډېوېډ وارنر وایي دا چې آی‌پي‌اېل کې زما لوبډلې پنځمه ماته وخوړه او د چینای پر وړاندې یې لوبډله ناکامه شوه، علت خپل همدی و.

د اسټرالیا د کرکټ بورډ رسمي وېب پاڼې د ډېوېډ وارنر له قوله لیکلي، چې ګواکې وارنر د حیدراباد لوبډلې په شپږمه لوبه کې د چینای سوپرکېنګز پر وړاندې لوبه کې د ذمه وارۍ د اخیستلو سربېره سلو یا څوکه لوبه وکړه او همدا علت و، چې هغه د لوبې نږدې نیمایي اورونه ولوبول او ټولې یې ۵۷ منډې وکړې.

وارنر په یوه مرکه کې ویلي چې؛

« باید ما له دغو توپونو ښه ګټه اخیستې وای او ډېرې منډې مې جوړې کړې وای، خو دا چې زما سټرایک رېټ کم و؛ نو همدا علت شو، چې لوبه چینای سوپرکېنګز لوبډلې په نولسم اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره وګټله».

وارنر په ۵۵ توپونو ۵۷ منډې وکړې او حیدراباد د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۱ منډې جوړې کړې.

تبصره

کله چې د یوې لوبډلې درې لوبغاړي سوځېدلي وي او وروسته یې نور لوبغاړي وي، نو باید مخکیني لوبغاړي اوضاع ته په کتو چټکه لوبه وکړي، هر اوور کې له لسو زیاتې منډې راولي، ځکه د ویکټ د ساتلو وېره ورسره نه وي او ټول تمرکز باید د بالرانو په ټکولو وي.

خو وارنر بیا هم ونه شو کولی، چې له ۵۵ توپونو ښه ګټه واخلي، هغه باید په دې توپونو ۹۰ او یا هم سل منډې کړې وې، ځکه د لوبې پنځه توپونه کم، نیمایي اورونه یې لوبولي وو.

وارنر وایي؛

« ما پنځلس توپونه داسې ولوبول چې هغه باید بونډریانې شوې وای، خو زما لخوا هغه فیلډرانو یا ډګر ساتونکو ته ورولوبول شول او ګېپ یا خالیګاه ته داخل نشول؛ نو وجه دا شوه، چې ما توپونه زیات ولوبول او منډې مې کمې وکړې، نو دا ملامتیا زه منم چې لوبه زما د کمزورې توپوهنې له امله وبایلل شوه».

وارنر په روانو سیالیو کې یواځې دوه نیمه سلیزې وهلي دي، چې سټرایک رېټ یې سږ کال ۱۱۰ اعشاریه ۲۸ دی.

دا د وارنر لپاره د آی‌پي‌اېل په دولس کلن مزل کې تر ټولو ټیټ ګوزار کچ دی.

په نورو کلونو کې وارنر په اوپننګ کې د حیدراباد لپاره کلیدي لوبغاړی و؛ خو سږ کال یې خونده نشته او همدا علت دی، چې توپوهنه کې ډېره پورې تکیه په جاني بېرسټو ده او حیدراباد په لوړو هدفونو ټاکلو او یا د هدفونو په پوره کولو کې پاتې راځي او لوبې بایلي.

د حیدراباد لوبډله د نومرو په جدول کې اوس وروستي ځای کې ده.