مارچ 7, 2021

ډيويډ وارنر ته يو ځل بيا لوبډلمشري ور دغاړي سوه.

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
اسټرالياوی کيڼ لاسی اوپنر توپوهونکی ډيويډ وارنر په هندوستان پريمرليګ کي د سنريزار حيدراباد لوبډلي لوبډلمشر وټاکل سو.
وارنر په ۲۰۱۸ز کال کي د توپ د توږلو په تور د سټيو سميت سره يوځای د بنديز سره مخ سو،پداسي حال کي چي نوموړي په هماغه کال په هيڅ ليګ کي له لوبډلي سره تړون لاسليک نکړ.
د وارنر په نشتون کي د سنرايزر حيدراباد لوبډلي مشري د دوه کلونو لپاره د نيوزلينډي لوبډلمشر کين ويليمسن د غاړي وه.
ډيويډ وارنر پر ټولنيزو رسنيو د حيدراباد لوبډلي د رهبرۍ څخه مننه کړې چي يوځل بيا يې پر نوموړي باور کړی همدارنګه د ښې لوبډلمشرۍ په خاطر يې دويليمسن څخه هم ځانګړې مننه کړې.
د هندوستان پريمر ليګ چي د راتلونکي مارچ مياشتي په ۲۹مه نيټه د چينای سوپرکينګر او ممبی ايږنډينز په لوبو پيليږي د سنرايزر حيدراباد سره محمدنبي او راشدخان هم د څلورم کال لپاره ملګرتيا کوي.

وارنر پخپلي لوبډلي کي د لوبډلمشرۍ پر محال افغان لوبغاړو ته ځانګړې ترجيح ورکوله او په مهمو لوبو کي د لوبيدو چانس يې ورکوی.
ډيويډ وارنر تيرکال په IPL کي ۶۹۲ منډي په ۶۹.۲ اوسط سره وکړې چي يوه سليزه او ۸ نيمه سليزي پکښې شاملي وې.
ٰ۳۳ کلن وارنر د IPL په ۱۲۶ لوبو کي ۴۷۰۰ منډي کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکي جېمز انډرسن په نړیوال کرکټ کې ۹۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په نړیواله کچه شپږم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.   ... نور ولولئ