افغانستان اقتصاد ژوند بڼه سرسکالو

پکتیکا کې ۲۸ میرمنو ته د میوو او سبزيو وچوونکي دستګاوې ورکړل شوې

لیکنه: بشر درویش
خبر: بشر درویش

پکتیکا کې پر یوشمېر مېرمنو د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې ووېشل شوې.

د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت پر یوشمېر بزګرو مېرمنو د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې وېشل شوي دي.

دغه دستګاوې ددې ولایت د مرکز ښرنې ترڅنګ د یوسف خېلو، اورګون او یحی خېلو په ولسوالیو کې پر ۲۸ مېرمنو وېشل شوي دي.

د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د دغو دستګاوو له وېشلو څخه موخه د کرنیزو محصولاتو بیې لوړول، د مېرمنو لپاره کاري زمینې برابرول او د بېوزلو او بې سرپرستو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.

په هغه غونډه کې چې، ددغو دستګاوو د وېش په پار جوړه شوې وه د پکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وویل:

«مېوه او سابه تر حاصل وروسته په ډېره ټېټه بیه په بازار کې پلورل کیږي او یا هم خوڅاکیږي.»

هغه وویل چې، تر دې وروسته به بېوزلې او بې سرپرسته مېرمنې و کولای شي چې، د دغو وچوونکو دستګاوو په واسطه مېوه او سابه وچ او پروسس کړي او حتا کولای شي چې، د ژمي په موسم کې هم ورڅخه ګټه پورته کړي.

سرچینه د پکتیکا د کرنې رییس له قوله زیاتوي؛ کومې مېرمني چې، دغه دستګاوې یې ترلاسه کړي دي له دغو دستګاوو څخه د ښې ګټې اخیستنې په موخه روزل شوي هم دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ