ناروغان باید په روژه کې درمل داسې وکاروي

ژباړه: نسیمه محمدي

هېڅکله په روژه کې په خپل سر درمل قطع یا بل وخت ته مه پرېږدئ. دا کړنه د درملنې په بهیر د اختلال رامنځته کوي. درمل د روغتیاپال په لارښوونه روژه‌ماتي/ پېشنمي ته لېږدوی شو.
له روژې سره د درملو مهالوېش بدلون کوي او په دوه ډوله تقسیم‌بندي کېږي:
مفرد ډوز: د دې ډوز مصرف د روژې په میاشت کې تغییر نه کوي، ځکه له روژې سره ټکر نه لري. که اړینه وي چې درمل په نهاره وخوړل شي، نو ښه وخت یې له پېشنمي یو ساعت وړاندې او یا له روژه‌ماتي دوه ساعته وروسته دی.
څو ګونی ډوز: هغه ناروغان چې د شپې او ورځې په جریان کې د څو ډوزونو درمل اخیستلو ته اړ وي، له روغتیاپال سره له مشورې وروسته کولای شي، درمل د روژه‌ماتي او پېشنمي ترمنځ ساعتونو کې وکاروي. ممکن روغتیاپال د درملو د بدلون او یا د زیات نیمه عمر لورنکو درملو سره ناروغان ته اسانتیاوې رامنځته کړي. انتي بیوتیک هغه درمل دي چې په مشخص وخت کې مصرفېږي او د بدلون هېڅ امکان یې نشته، څو روغتیاپال ناروغۍ ته په کتو، هغه انتي بیوتیک وټاکي چې له روژې سره تداخُل ونه لري.

ډیابټ/ شکر لرونکي ناروغان

که څه هم د روغتیاپال د تشخیص پر بنا روژه د ځینو ډیابټي ناروغانو لپاره ګټوره ده، خو د درملو او خوړنیز رژیم خپلسری تغییر، ممکن ډېر خطرناک وي. انسولین اخيستونکي ناروغان، له روژې وړاندې باید له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي. په ټول شکر لرونکو ناروغان کې د وینې قند کنټرول او تنظیم ډېر اړین دی.

تایرایدي ناروغان

هغوی چې د تاراید هورمون تنظیم او د کم کارۍ لپاره د لووتیروکسین څخه استفاده کوي، دا درمل سهار په نهاره باید وخوري، خو د روژې په میاشت کې باید تغییرات راشي. که د روژې په جریان کې د شيې تر ناوخته ویښ او آجیل مصرفوي، نو ښه ده دا درمل روژه‌ماتي ته ولېږدوي، ځکه معده بشپړه خالي وي. که ناروغان آجیل (مغزیات) د شپې له دولسو بجو قطع کوي او پر وخت ویده کېږي، نو د لووتیروکسین درمل دې له پيشنمي وړاندې مصرف شي.

صرع/ میرګي

په صرع اخته ناروغان د ډوز د بدلولو ګواښ ډېر دی. هغه ناروغان چې د درملو په قطع کولو سره د تشنج امکان وي، باید آلرژي  او سا لنډي لرونکو په وړاندې چې له استنشاقي درملو کار اخلي، روغتیاپال باید دقیق او اړینې لارښونې وکړي.

د وینې فشار لرونکي

د فشار ضد درملو په اړه  مطالعې ښيي، چې روژه نیول پر دې درملو خاص اغېز نه لري. البته بعضې  مدرر (ادرار راوړونکي درمل)، ډوز د بدن د اوبو د کمښت د مخنیوي په خاطر باید کم شي.

مېرمنې دې ولولي

د مېرمنو په تړاو مهم ټکې، چې  روژې د پوره نیولو او د میاشتني عادت د قطع کولو لپاره، په خپل سر د حاملګۍ ضد درمل کارول دي. سربېره پر دې د کارونکي هورموني سېکل هم مختل او د بدن په تحتاني غړو کې د مایعاتو او وینې د غوټه/ لخته کېدو حتا د مغزي عروقو د بندېدو سبب شي. خاصتاً چې دا چاره د مایعاتو د کمښت سره زیاتېږي.
دا ناروغي د عمر په زیاتېدو، زیات وزن لرونکي، ترومبوزي ناروغان، سګرټ څکوي او یا د ۳۵ کلونو څخه زیات عمر لري او ورسره د اومېندوارۍ ضد درمل کاروي، د خطر زنګ دی، نو اړینه ده له روغتیاپال او فارمسست سره مشوره وکړي.
 

هغه درمل چې روژه نه باطلوي

د زیاترو دیني علماوو په توافق، د دغه درملو استفاده روژه نه باطلوي:
ټول هغه درمل چې د پوستکي له لارې بدن ته جذبېږي یا په موضعي ډول اغېز کوي، لکه کرم، ملحم، پلاسټر او دارويي پارچې.
تحت‌الجلدي، عضلي، مفصلي او یا حتا وریدي زرقیات، پرته له غذايي او تقویتي محلونونو، چې روژه باطلوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ