مارچ 3, 2021

د یوه پوروړي کیسه – ډاکټر احسان الله درمل

په دوه زره یوولسم کې مې د پیښور په یوه روغتون کې د ستاژ دوره تکمیلوله. زیات کار مې د ماشومانو په یوه وارډ کې و. په لومړی ورځ د وارډ له یوه مشر ډاکټر سره ویزیټ ته لاړم. ډاکټر یوه کټ ته ودرولم او پکې پراته ناروغ ماشوم ته یې اشاره وکړه:
“ووایه دا ماشوم څه تکلیف لري؟”
د ماشوم په مخ کې د یوې اندوکرایني ناروغۍ گردې نښې ښکارېدې، بې ځنډه مې وویل:
تایروټوکسیکوزس
ډاکټر په حیرانۍ را وکتل: او د ظالم بچیه! تاسو په کابل کې تایروټوکسیکوزس لیدلی او لوستی؟
له دې جملې یې وسنجوئ چې هلته د افغانستان د طبابت په اړه تصور څنگه و.
په وارډ کې موږ یو څو ملگري، د پاکستان د پوهنتونونو فارغان او له چین څخه فارغ شوي یو څو ډاکټران په زده کړو بوخت وو. د یو کال په موده کې زموږ په اړه د هغوی تصور بیخي بدل شو. دلیل یې ښایي دا و چې زموږ په پوهنتونونو کې عملي کار کم سهي خو موږ خپل درسونه ښه په مینه لوستي ول او چې استاد به کومه پوښتنه کوله زیاتره مهال به اول ځواب موږ ورکاوه. زه پر یوې قهرجنې پروفیسورې دومره گران شوی وم، چې پخپل شخصي روغتون کې یې د اوسېدو ځای راکړ او بیا به چې د کوم ډاکټر کار ور پورې بند و، زه به یې ورته واسطه کولم. د چین له پوهنتونونو د فارغو ملگرو ډېر خوند نه و حتی یو نیم خو د طبابت له اساساتو سره هم نااشنا و (دا خبره صرف د هماغې ډلې په اړه سمه ده چې موږ سره یې یو ځای ستاژ کاوه. نور نو لایق او نالایق هر چېرې شته).
له پاکستان څخه چین ته د طبابت د لوستو لپاره هغه خانزاده گان تلل چې هورې یې سیسټم ته لاره نشوای موندلی او د پیسو به یې کمی نه و. د دوی مصارف به مو چې وپوښتل، هر یوه به یې سلگونه لکه کلدارې لگولې وې.

زه چې د دوی له مصارفو خبر شوم او پدې هم وپوهېدم چې دوی په دومره لوړه بیه کوم فوق العاده یا اقلاً تر موږ غوره طبابت نشي راوړلای نو په سر کې مې یو کړنگ وشو.
“ښه نو موږ خو په طبابت له کوره ټنگه هم نده لگولې. مفت استاد، مفت ټولگی، مفته کوټه، مفته ډوډۍ، مفت سند….”
په هغه ورځ ځان راته د خپلو خلکو او خپل بیت المال میلیونونه پوروړی ښکاره شو او په افغانستان کې د طبابت په اړه زما نظریه بیخي بدله شوه. وطن ته چې راغلم، په ډېرو کمو امکاناتو مې تخصص بشپړ کړ او ډېر زیات خوشحال ځکه وم چې هره ورځ به مې داسې احساس کاوه چې زه د خپلو خلکو پور ادا کوم. په روغتون او كتنځي کې مې تر ټولو زیاتې منډې له بېوسه او تش لاسو ناروغانو سره وهلې دي. دلیل یې بل نه و، صرف دا و چې ما به ویل:
ما باندې د دولت مصرف شوې بودیجه د دې خلکو حق او سرمایه وه او د همدې لپاره یې راباندې مصرف کړې، چې د دوی مرسته به کوم. ښه خبره دا وه چې پدې کارونو مې نه د غرور احساس کاوه نه د وجداني خوښۍ. بلکې داسې به مې گڼله چې یو پوروړی خپل محسن ته د هغه د قرض یوه وړه برخه ور گرځوي. نیکي خو دا ده چې بې عوضه وي، یو چاته په نیم نیمگړي ډول د هغه د پور ورگرځول څه نیکي او څه مېړانه ده؟ دا خو د پوروړي مسولیت دی. د تخصص پر مهال څو ځله داسې هم وشول چې ناڅاپه د ډېرو لوړو او مفشنو دندو وړاندیز راته وشو. یو ځل خو حتی خپلو استادانو هم مشوره راکړه چې ټریننگ پرېږده، دا دنده ونېسه، اقتصاد مهم دی. زه به چې له خپل وجدان سره یوازې شوم، هغه به ویل:
«چې طبابت پرېږدې هغه میلیونونه پور څنگه لنډوې؟ ممکن ته له یوه داسې کس څخه په یوه نمره کې وړاندې شوی وې چې له طبابت سره به یې لیونۍ مینه وه. که دا چپنه دې نه خوښېده، د هغه حق دې ولې سوزاوه؟»
ما د دې خبرې ځواب نه درلود او سبا به بیا په وارډ کې گرځېدم.
تخصص خلاص شو خو ما احساسوله چې پور لا هم ډېر زیات پاتې دی، نو یوه بل دولتي بست ته جذب شوم. هلته امکانات راته تر خپل را سپارل شوي کار زیات ښکارېدل. ما چې د پور د لنډولو بله لاره نه لېده، د یوه لوی طبي کتاب ژباړې ته اړم شوم. هغه کتاب د طبابت په شهکارونو کې راځي او که مکمل چاپ شي زما وجدان به یوه ذره آرام شي.
ما که په ژوند کې کومه پاڼه توره کړې، که مې له کوم ناروغ سره مرسته له لاسه شوې او که مې کوم بل دیادولو وړ کار کړی صرف د یوه پوروړي په توگه مې کړی او په دې نیت مې کړی چې زه د خپل درانه پور د اداینې یوه وړه او ناکامه هڅه کوم.
هغوی چې پور نه مني او احسان فراموشه دي بحث یې جدا دی خو هغوی چې د شعور او ضمیر سترگې یې رڼې دي یو ځل دې له ځانه وپوښتي:
که په افغانستان کې زده کړې مفتې نه وای، څو سلنه کورنۍ دا مالي وړتیا لري چې خپل اولادونه تر لوړو زدکړو او دوکتوراوو ورسوي؟
که ستاسو کورنۍ دا وړتیا نلري، تاسو په کومو امکاناتو زدکړې کړې دي او آیا ځان درته د هغې منبع پوروړی نه ښکاري چې تاسو ته یې دومره امکانات درکړي دي؟

نن زما کلیزه وه، سلگونه ملگرو، مشرانو، کشرانو او همځولو راسره مینه کړې وه او زه یې په یو نه یو ډول ستایلی وم خو زه د خپلو خلکو دومره درنښت او مینې ته حیران یم. ما څه کړي؟ که یو پوروړی د پورورکوونکي نیکي ومني او اقلاً د پورادینې ناکامه هڅه وکړي، دا کوم ستر کمال دی؟ ماته خو د پوروړي مسولیت ښکاري.
موږ چې هر څه یو خپلو خلکو او وطن راکړي دي. موږ که ډېر څه هم وکړو د وطن او خلکو پور به ادا نکړای شو. د غالب د یوه شعر ازاده ژباړه ده چې:

څه چې روح مې درکړ؟ تا راکړی و
حق خبره دا ده حق ادا نشو
هو! که خبره د بدپوري او ښه پوروړي شي نو هغه خلک د ستاینې دي چې د وطن او خلکو پور مني او په یو نه یو ډول یې د ادا کولو هڅه کوي.
ما له خپل وجدان سره وعده کړې چې د بدپورۍ د کرکټر تعذیب به نه ورکوم. خپل مسلک به مقدس گڼم او تل به هڅه کوم چې هغه پور ادا کړم چې د خلکو او وطن راباندې دی. که د پور تر اداینې وړاندې مړ شوم و مې بخښئ، که ژوندی وم، ستاسو پوروړی یم. پوروړی به څه اختیار لري؟ که مې وس نه و، درته و به وایم چې:
دومره ژر دې مه غواړه را کړی تصور ښکلې
کور دې د اړتیا خراب شي ځکه خو بدپوری شوم
استاد پسرلی