دارلمان ماڼۍ

  • لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

کله به مې چې د دارلمان ماڼۍ نوم اخیست، نو ذهن ته مې د یو خراپ ځای تصویر راتلی، ځکه ځینې وخت چې تللم هماغسې مې لیدلی وو، خو له نیکه مرغه هغه خراپ شوی ځای اوس جوړ شو.
دارلمان ماڼۍ یو له پخوانۍ ماڼیو څخه ده، چې د کابل په چهاردهي حوزه کې یعني دارلمان کې چې مخکې د افشارو تپه نومېدل موقعیت لري. په ۱۹۲۰م کې د امان الله خان پر وخت کې دا ماڼۍ جوړه شوه په هغه وخت کې د المان او افغانستان سیاسي اړیکې وې، چې د تعمیراتو په جوړلو کې یې ۲۲ الماني مهندسانو برخه درلوده. په کال ۱۳۰۴ کې یې کار پیل شو او ۱۳۰۶ کې ختم شو.
چې د دې ماڼۍ دننه ۱۵۰ واړه او لوی اطاقونه جوړ شول. په ۶۰ پېړیو کې د دفاع وزارت له دې ماڼۍ څخه ګټه اخیستل، په ۱۳۸۶کال د دلوې په ۱۶ کودتا وشوه چې دهماغه بمبار له کبله ځینې برخې یې بیرته خرابې شوې. او بیا دارلمان ماڼۍ ته په لومړۍ اویا پېریو کې د داخلي جنګونو له کبله زیان ورسېدی او خراب شو. په دوو پېړیو کې هېڅ څوک نه تلل هلته ځکه هېڅ د ګټې وړ او د تګ نه و، د دې ماڼۍ پر یوه دېوال داسې لیکل شوې وه (دا د جګرې پایلې دي په دې هکله فکر وکړئ)، ځکه چې له ډېر وخت دا ماڼۍ همداسې خرابه وه. په ۱۳۹۵ د جوزا په لسمه د ماڼۍ بیا جوړول په ۱۶ میلیونه ډالره پیل شوه، د دې ماڼۍ په جوړولو کې نه یوازې نارینه، بلکې ښځو هم ونډه درلوده. په لومړي کې کله چې بیارغونه پیل کېدل، نو د ولس مشر لخوا په دې ماڼۍ کې غونډه ونیول شوه.
لکه څنګه چې ویل کېږي پخوا به د دې ماڼۍ څخه د دولتي ارګانونو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کېده، اوس هم ولسمشر ویلي کله چې اوس بیا دا ماڼۍ جوړه شي، نو یو تاریخي ځای به وي، هلته به ټول بهرني مېلمانه ځي، کله چې جوړ شي، نو هوټل، کتابخانه، یوه برخه د پارلمان او یو د لیدلو ځای به پکې وي. د دې ماڼۍ په جوړلو کې اوس ۱۰۰ ځوان مهندسان کار کوي چې په هغو کې ۲۵سلنه یې ښځي او ۳ سلنه یې معیوبین دي.
نو ولسمشر هم وایي چې د دې تاریخي ماڼۍ په جوړولو زموږ تاریخي میراث به هم خوندي شي، او وایې چې په راتلونکي پنځو کلونو کې به دا ماڼۍ جوړه شي.
چې وروسته له پنځو کلونو څخه دا ماڼۍ جوړه او د استقلال پر ورځ پرانیستل شوه تر اوسه دا ځای ډېر خراپ او د نړېدو په حالت کې وو، ډېوالونه یې ټوله سوري سوري شوي وو.
د دې قصر په جوړولو کې ۹،۵ میلیونو ډالرو څخه ډېر مصرف شوي.
داسې ویل شوي چې د ماڼۍ لومړۍ برخه موزیم لپاره او دویمه برخه یې د ارګ مېلمستون لپاره چمتو کوي.
اوس وخت کې چې ټول وګري یوازې د کرونا له ویروسه هم رنځ وړي، نو داسې ویل شوي چې دارلمان ماڼۍ به ډېر ژر د کرونا ویروس د ناروغانو درملنې لپاره به ځانګړې شي. ځکه ورځ په تېرېدو سره دا ویروس نور هم په خپرېدو دی.
دارلمان ماڼۍ د کابل ښار په لویدیځ کې موقعیت لري او ښايي د کرونا ۵۰۰ ناروغان د درملنې لپاره وکارول شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ