خواړه روغه سټه

دا خواړه تر سګریټو هم خطرناک دي

لیکنه: صادق طارق

د ځینو خوړو په اړه به مو اوریدلې وي، چې نه خوړل یې د وجود سلامتي تهدیدوي، خو داسې خواړه هم شته چې خورا خطرناکه دي.

دا خواړه ظاهراً خوندور او ګټور ښکاري، خو په واقعیت کې خطرناک دي.

دلته به د دې خوړو په اړه معلومات درکړو، څو په استعمال کې یې محتاط اوسئ.

د مېوو جوس

د مېوو جوس تر ډېره خلک په ښه نیت څښي او غواړي وجود ته یې ګټه ورسوي، خو ډېر ځله دا جوس د ګټې پر ځای زیات تاوان رسوي.

دا جوسونه تر ډېره د توقع خلاف خطرناک ځکه ثابتیږي، چې له جوس کیدو سره د مېوو ګټور فایبرونه پکې له منځه ځي.

دغه راز له جوسو سره ځينې قندي او نور مواد یو ځای کیږي، چې خوږلني یې وجود ته تاوان رسوي.

له دې کبله ډاکټران ټینګار کوي، چې د مېوو د جوسو پر ځای له تازه مېوو زیاته استفاده وکړئ.

خواږه توکي

ځینې خواږه شیان چې په خالص ډول خواږه نه دي او خواږه ورسره یو ځای شوي وي، دا هم صحت ته تاوان رسوي.

دا شیان ظاهراً تاسې ته زیات خطرناک نه ښکاري او فکر کوئ، چې د خوږو یوه برخه پکې ده، خو واقعیت دا دی چې دا زیات خطرناک دي او ستاسې روغتیا ته تاوان پېښوي.

روزل شوي کبان

روزل شوي یا فارمي کبان په هیڅ ډول د اصلي کبانو ځای نه شي نیولی.

کبان هر چا او په خاص ډول د زړه ناروغانو ته زیاته ګټه لري، خو فارمي او په زوره پړسول شوي هغه یې هغه ګټه نه شي لرلی، کوم چې طبیعي کبان یې لري.

ښه ده چې له داسې کبانو هم ځان وساتئ.

بې غوړو خواړه

په وروستیو کې زیات خلک د بې غوړو خوړو استعمال ته زیاته پاملرنه کوي.

ځینې مستو او پنیرو ته د غوړ لرونکو خوړو پرځای زیاته ترجیه ورکوي؛ په داسې حال کې چې دا هم زیات خطرناک دي او ښې پایلې نه لري.

نو تاسې هم هڅه وکړئ، چې داسې نا مناسب بدیلونه درته ونه ټاکئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق