ټولنیز ژوند

دام او الوتونکی – له پنده ډکه کیسه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ویل شوي، چې یوه الوتونکي، یو دام ولیده او ورته وې ویل: ته څوک یې؟

دام وویل: د الله (ج) له مخلوقات څخه یو مخلوق یم.

الوتونکي وویل: ولې په خاورو باندې ناست یې؟

دام وویل: الله (ج) ته د تواضع لپاره.

الوتونکي وویل: ولې دې ملا کړوپه شوې ده؟

دام وویل: د الله (ج) له وېرې.

الوتونکي وویل: ولې دې خپله ملا تړلې ده؟

دام وویل: د الله (ج) مخلوق ته د خدمت لپاره.

الوتونکي وویل: دا لرګی د څه لپاره دی؟

دام وویل: دا مې لکړه ده، چې پرې تکیه کوم.

الوتونکي وویل: دا دانه د څه لپاره ده؟

دام وویل: دا د الله (ج) په لاره کې صدقه کوم.

الوتونکي وویل: اجازه ده، چې دا دانه وخورم؟

دام وویل: که اړتیا ورته لرې هو، ولې نه.

الوتونکی دانې ته نږدې شو او دام هغه ونیوه، ناڅاپه یې چیغې کړې.

دام وویل: هرڅومره، چې چیغې ووهې او شکایت وکړې؛ خلاصون دې نه شته.

الوتونکي وویل: ستا له شره الله (ج) ته پناه وړم، خبرې پستې، خو کار ظالمانه.

ای درنو خویندو او وروڼو!

آیا پوهېږئ، چې دا دام څه شی دی؟!!

دا دام هماغه فاني نړۍ ده؛ چې سترګې یې ړندې او زړونه یې غافل کړي دي.

الوتونکی زه او ته یو اې انسانه!

پام مو وي، چې په دې دام کې را ګیر نه شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل