مارچ 4, 2021

سويلي افريقا د نويو تړونونو په لړ کي سټاين رخصت کړ!

خبريال: مدثر دعوت
د سويلي افريقا کريکټ بورډ د ۱۶ نارينه او ۱۴ ښځينه لوبغاړو سره تړونونه لاسليک کړه.
د روان او راتلونکي کال لپاره د ۱۶ نارينوو لوبغاړو سره تړونونو کي دا ځل د تيز توپ اچوونکي ډيل سټاين سره تړون ندی سوی خو ډواين پيټريوس،وينډر ډسن،بیورن هنډریکس او نارټجي هغه لوبغاړي دي چي په لومړي ځل ورسره قرار داد وسو.
د سويلي افریقا کريکټ بورډ وايي” د اړتيا سره سم مو د ۱۶ نارينوو او ۱۴ ښځينوو لوبغاړو سره تړونونه لاسليک کړه چي له دوی څخه به د ۳ واړو فارمټونو لپاره لوبغاړي انتخابيږي”
د نارينوو همدا لوبغاړي به د اسټراليا په شل اووريز نړيوال جام ،د سريلانکا سره د ټيسټ لړۍ،د اسټراليا سره د ټيسټ لړۍ،د پاکستان او هند سره شل اووريزو لوبي لړۍ او همدارنګه به ويسټ انډيز او سريلانکا ته د سفر ملګري وي.
هغه لوبغاړي چي ورسره تړونونه لاسليک سوي په لاندي ډول دي:
ټيمبا بايوما،کوينټن ډيکوک،فاف ډوپلسيس،ډين الګار،بيوران هنډريکس،رضا هنډريکس،کیشاو مهاراج،ايډن مارکرم،ډيويډميلر، لونګي نګيدي،انريچ نارتجي،انډيل پلکوايو،ډواين پيټريوس،کګيسو ربادا،تبريز شمسي او رسي ونډر ډسن.
هغه لوبغاړي چي تړونونه وسره ندي لاسليک سوي د کورني کريکټ لپاره به ورسره قرار دادونه وسي ترڅو د ملي لوبډلي لپاره ورته چانس پيدا سي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




امرخېل: مسؤلین به د وروستۍ پېښې عاملین نیسي یا به له دندې لرې کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ننګرهار والي وایي ددغه ولایت امنیتي چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د درېیو وژل شوو ښځينه خبریالانو قاتلین نیسي او یا به له خپلې دندې استعفا کوي. نوموړي پر ... نور ولولئ