ډېل سټېن د هر ډول کرکټ سره مخه ښه وکړه

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکې ډېل سټېن نن سې شنبه د اګسټ میاشتې په ۳۱مه نېټه د هر ډول کرکټ سره مخه ښه وکړه.

 

۳۸ کلن سټېن پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د هر ډول کرکټ سره د مخې ښې اعلان کړی او ویلې یې دي، چې زه نن په رسمې توګه له هغه لوبې سره مخه ښه کوم، چې ورسره زیاته مینه لرم.

 

سټېن لیکلې:

 

‹‹زه نن پر رسمې توګه له هغه لوبې سره مخه ښه کوم، چې ورسره زیاته مینه لرم، دې لوبه کې مې ډېرې خوږې او ترخې خاطرې لرلې اما له ټولو راضي یم، له ټولو، کورنۍ څخه نیولې بیا د ټیم تر ملګرو، مینوالو او ژورنالیستانو څخه ځانګړې مننه کوم.››

 

 

د ډېل سټېن لوبیز ژوند ته کتنه

 

ډېل سټېن په سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډله کې د ۲۰۰۴ څخه بیا تر ۲۰۲۰م کال پورې ولوبېد، چې ددې هیواد لپاره خورا بریالی ثابت شو.

 

سټېن د خپل هیواد لپاره ۹۳ ټیسټ، ۱۲۵ یو ورځنۍ او ۴۷ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې.

 

هغه په ټیسټ سیالیو کې ۴۳۹، په یو ورځنیو سیالیو کې ۱۹۶ او په شل اوریزه سیالیو کې یې بیا ۶۴ ویکټې اخیستې دي.

 

ددې ترڅنګ سټېن په ټیسټ لوبو کې ۱۲۵۱، په یو ورځنیو لوبو کې ۳۶۵ او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۲۱ منډې جوړې کړې دي.

 

ډېل سټېن د ملې لوبو ورهاخوا د هندوستان، پاکستان، ویسټ انډیز، اسټرالیا، سویلي افریقا، انګلستان او د سریلانکا هیواد په کورنیو لیګونو کې لوبېدلی او هلته یې هم د ملې لوبو ترڅنګ خپلې وړتیاوې ښوودلې.

 

 

وروستي مطالب