بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کلتور او هنر

ډالۍ ورکړئ، خوښۍ ووېشئ

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

زموږ زیاتره خلک د یوې پټې معاملې پر بنسټ عمل کوي، ډېر کم خلک دي بې له دې څخه چې خواست ولري ډالۍ ورکوي.

که ډالۍ ورکول د ډالۍ اخیستو لپاره وي

کله چې د ډالۍ اخیستل په راکې دا احساس پیدا کړي چې ډالۍ ورکړو، تل به دا تشویش راسره وي چې که د دې ډالۍ په مقابل کې ډالۍ رانه کړل شي، څه به وشي؟ دا تشویش لږ لږ زموږ ذهن ډکوي او تشویش مو په وېره اوړي او زموږ د ذهن د آرامتیا د له مینځه تللو لامل کېږي.

واقعي بښنه

کله چې چا ته د زړه له تله ډالۍ ورکوئ او د دې تمه نه لرئ چې په مقابل کې یې څه لاسته راوړئ، آرامتیا او سوله په تاسو کې حکم کوونکې ده.

واقعي بښنه زموږ په وجود کې ښادۍ منځته راوړي، واقعي بښنه راسره مرسته کوي، چې پیاوړي و اوسو.

کله چې له ځان څخه غافله شو او نورو ته پام وکړو، ښه او زیات کولای شو، د زړه له کومې څخه وبښو، په دې حالت کې بې له دې چې له چا څخه تمه ولرو، ډالۍ ورکوو، دا د لوړ حد د خپلواکۍ احساس دی.

کله چې یو څه یو کس ته بښو او دا بښنه یوازې د نورو لپاره وي نه د تمې درلودو لپاره، پوهېږو چې له تصور څخه مو ډېرې ډالۍ لاسته راوړي دي.

بښنه وېره کموي

کله چې ډالۍ ورکول مو په ورځني پلان کې ځای ونیسي، د کمۍ حس له لاسه ورکوئ او د بډايه‌توب احساس کوئ. کله چې یو څه چا ته بښئ، د پیاوړیتوب او مینې حس درکې زیاتېږي.

ډېری وخت ووایئ مننه کوم

د ژوند د مهمه کسانو یو لیست جوړ کړئ، وروسته په منظم ډول د هغو خواته ورشئ، او مننه ترې وکړئ، د «مننه کوم» ترکیب تر ټولو پیاوړی او بښونکی دی چې تر اوسه پورې ویل شوی.

نورو سره په مرسته کولو کې انګر مه کوئ

کله چې له نورو سره مرسته کوئ، د پیاوړیتوب احساس کوئ، کله چې نور له هغه شي څخه چې له تاسو یې زده کړي ګټه پورته کوي، په نړۍ کې د تاسو موجودیت ډېر په روښانه ډول ښکاري.

له تحسین کولو څخه انګر مه کوئ

کله داسې کېږي چې زموږ تر ټولو نږدې کسان هغه څوک دي چې تحسین کول ورته سخت وي او هغه کلمې چې تحسین او مننه پکې وي د دوی له خولې څخه نه راوځي، په داسې حال کې چې د خلکو تحسین کول له غوسې او خپګان څخه د خلاصېدلو لاره ده.

تحسین کولای شي هغه موانع له منځه یوسي، چې د مینې او اړیکو په لاره کې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ