Advertisements
سینما او موسیقي

دبنګ۳ فلم ته د سلمان خان د مینوالو بې صبرانه انتظار

د هندي سینما د وتلي ستوري سلمان خان کامیاب فلم (دبنګ) د نهمې کلیزې پر مهال یې مینوالو د دبنګ۳ فلم ریلیز کېدو ته په ډېرې بې صبرۍ انتظار باسي.

۲۰۰۹ کال کې ریلیز شوی دبنګ فلم کې سلمان خان د چلبل پانډي په نوم د یوه پولیس افسر مشهور رول لوبولی و، او دغه فلم کې د بالیوډ ښکلي فلم لوبغاړې سوناکشي سنها هم د لومړي ځل لپاره فلم نړۍ ته قدم ایښی و.

د دبنګ فلم د نهمې کلیزې پر مهال د سلمان خان مینوالو په ټویټر کې یوه موضوع خپره کړې چې په کې د دبنګ اداکار سلمان خان څخه غواړي چې ډېر ژر خپل راتلونکی فلم ریلیز کړي ځکه چې دوی ورته ډېر بې صبرانه انتظار کوي.

سلمان خان د دبنګ۳ په کارونو مصروف دی او داسې اټکل دی چې دغه فلم به یې د روان کال ډسمبر کې نندارې ته وړاندې شي.

د عارف په نوم د ټویټر یوه کاروونکي د سلمان تصویر شئیر کړی او لیکلي یې دي، چې غواړي یو ځل بیا سلمان خان په یوه بل رول کې وګوري، د دبنګ۳ لپاره ډېر انتظار باسي.

یوه بل ټویټر کاروونکي سردار سنګ د دبنګ یوه سندره خپره کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دبنګ۳ به روان کال د ډسمبر په میاشت کې نندارې ته وړاندې شي.

په داسې حال کې تر اوسه داسې معلومه نېټه نه ده ټاکل شوې چې به پرې دبنګ راروان فلم ننداره شي.

پراشانت په نوم د سلمان خان یو بل مینوال ویلي، چې نوموړی په هر فلم کې ځانګړی انداز لري، خو په دبنګ کې یې رول ځانګړی دی، دی زیاتوي چې دغه لامل وه چې په فلم کې د چلبل پاڼډې رول د سلمان خان د شخصیت سره ډېر نژدې دی.

فراح په نوم د ټویټر یوې کاروونکې بیا په خپله پاڼه د دبنګ فلم ډیالوګ لیکلي  او ویلي دي چې په دغه مشهور رول کې دوباره د سلمان خان لېدو ته خوشحاله ده.

مینواله هیله لري چې سلمان خان به دبنګ د نهمې کالیزې پر مهال د راتلونکی فلم دبنګ۳ یوه پوسټر حتمن ریلیز کوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی