سینما او موسیقي

د سلمان خان دبنګ۳ فلم لپاره چمتووالی روان دی

اعلان

رسنۍ د هندي سینما د نوموتي ستوري سلمان خان د مشهور فلم دبنګ د بلې برخې د شروع کېدو خبر ورکوي.

په راپورنو کې د دې فلم په تړاؤ ویل شوي چې دا ځل (مني نهي منا بدنام هوګا!) دا خبره وروسته له هغې کیږي چې د فلم په ټيم کې د ځينو کسانو د ادلون بدلون خبره کیږي یعنې ځينې کسان له فلم څخه ویستل شوي ځینې تللي او ځینې ورته نوي راغلي دي.

بي بي سي اردو خبري ویبپاڼه وایې، د سلمان خان نوی فلم په هند کې د اختر د خوشحالیو کې ریلیز کېدو ته تیار دی په داسې حال کې چې د دبنګ فلم سیریز د دریم فلم لپاره هم چمتووالی شروع شوی.

د معلوماتو له مخې په اوس وخت کې د فلم ستوري سلمان خان ټوله توجه دبنګ۳ فلم ته ده.

ویل کیږی چې د فلم لپاره غوره شوي کسان تقریباً هماغه دي لیکن ونود کهنه او ملائکه اروړه به دا ځل په دبنګ فلم کې ونه لیدل شي.

ونود کهنه ځکه له فلم رخصت شوې چې له مړه شوې او ملائکه اروړه دا ځل ځکه له فلم څخه لرې شوې چې د سلمان خان د کورنۍ سره یې وروسته له طلاقه جنجالونه زیات شول.

ملائکه د سلمان خان د ورور ارباز خان مېرمن وه چې وروسته یې ترې طلاق واخیسته په لومړیو کې یې سره یارانه وروسته له طلاقه هم ښه وه خو کله چې د ملائیکې اروړا او ارجن کپور اړیکې رسوا شوې نو د ملائیکې او سلمان خان د کورنۍ اړیکې هم خرابې شوې.

په دبنګ تېر فلم کې مېرمن اروړه ايټم نمبر سندرې (مني بدنام هوئي) کړې وه خو رسنۍ اوس وایي چې مني نهي منا بدنام هوګا.

دا خبره ځکه کوي چې دا ځل به سلمان خان خپله د ائيټم نمبر سندرې ته ونڅیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی