مارچ 6, 2021

ډار او زیان یې؛ ژوند مو تیاره کوي

Advertisements
لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

ابو حامد الغزالي د طبیعي وېرې او عصبي ناروغۍ ترمنځ توپیر په اړه وایي: ډار په راتلونکې وخت کې له یوې ناوړه پېښې سره د مخ کېدلو له وېرې، د زړه درد او زړه خوړلو ته وایي، او یا هم له یو څه نه په ناڅاپي ډول وډار شئ.
دوی ډار په دوو ډولونو وېشلی:
عادي ډار: له الله(ج) څخه ډارېدل، چې دا هم بیا په دوه ډوله دی: یو د الله(ج) عذاب څخه ډار او بل د هغه له ذات څخه ډار دی.
لومړۍ ډول یې د ټولو مخلوقاتو ډار دی او دویم ډول یې د علماوو ډار دی.
نامحدوده ډار: دا ډول ډار چې له حده زیات دی، ډېر ناوړه وي. انسان ناهیلۍ ته کاږي، د کار خنډ یې ګرځي او د ناروغۍ، کمزورۍ، دهشت او د عقل له منځه تللو سبب یې کیږي، چې په ځینو مواردو کې حتا د مرګ سبب هم کیږي. دا ډول ډار ښه نه وي ځکه په ژوند کې یو خنډ او مانع ده او د ناهیلۍ، ګوښه‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌والي، بې زړه توب او بې جرئتۍ سبب او په پای کې همدغه ډار ته د تسلیمېدو لامل کیږي.
ځکه نو ډار یو فطري څیز دی چې په هر انسان کې وي او هیڅکله ترې جلا کېدای نشي، بلکې ډار یو طبیعي ځواک دی چې د بشر د پایښت لپاره اړین دی. له بلې خوا ډار میراثي څیز هم دی، چې څوک ورڅخه ځان نشي ژغورلای، خو باید په سم ډول کنټرول شي. له همدې امله کورنۍ، ټولنه او شخصي تجربې یې په کموالي او ډېروالي کې اغېزه لري او ویلای شو، چې ډار یو نسبي څیز دی، چې انسانان په کې د چاپیریالي، جسمي او رواني عواملو له مخې یو تر بله سره توپیر لري.
له یوه مجهول او نامعلوم څيز څخه ډار هغه دی چې توجیه کېدای نه شي. دا ډار پر ځان د باور له منځه تللو لامل کیږي، له موږ سره اندېښنه پیدا کوي، چې هېڅ وخت خپلو موخو ته نشو رسېدلای او خپل کارونه په ازادانه توګه نشو ترسره کولی؛ ځکه زموږ سره تل ډار مل وي.
ډېری وخت ډار د زړه تنګوالي او خفګان سبب کیږي چې دا ډول ډار زموږ ژوند تیاره کوي او له خپل ژوند نه خوند نشو اخیستلای.
له یوه نامعلوم او مجهول څیز څخه وېره د ستونزو اصلي ریښه ده. ډار ډېري وخت زموږ د منفي افکارو له امله پیدا کیږي. نو ځکه باید له دغه ټولو ستونزو او خفګان څخه ځان لرې وساتو بې ځایه ډار زړه کې ځای نه کړو او تل پر خدای توکل وکړو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي