وېره هم تر کرونا جدي وګڼئ!

  • لیکنه: محمدعارف لېوال

وېره د زیانمنونکي ناسم تصور زیږنده وي چي ډېری وخت موږ په خپل ذهن کې ځای ورکوو، خو ایا تر اوسه مو فکر کړی چې وېره مرګ ته د رسېدو یو ګام دی؟
وېره په اصل کې هېڅ حقیقت نه لري، بلکې هغه بلا ده چې موږ په خپل ذهن کې د مُضرو افکار او خیالونو له ګیډې غورځولې او د وسواس په لاسونو مو اوږده لکۍ او پښې ورکړې دي.
معمولاً د شپې له خوا ماشومان وېرېږي، کله چې یوازې له کوټې بهر شي خپل عادي حالات د مضرو ذهني خیالاتو له امله له لاسه ورکوي دا ده چې روح او روان دواړه یې په وېره کې ګیرېږي.
نن سبا کرونا هم له کوټې بهر د ماشومانو وېره ګرځېدلې او تر نیمایي زیات وګړي یې په ژوند تر مرګه رسولي، خو اصلاً دا وېره ډېره تر وار ړومبی او ظالمانه ده.
یوه شرقي افسانه ده چي:
یو شاهزاده تر ښار دباندې ګرځېده، د وبا له ناروغۍ سره مخ شو او ترې ویې پوښتل: اې ناروغۍ! غواړې څو زره کسان نور هم د نیستۍ کندې ته وسپارې؟
ناروغۍ ځواب ورکړ: زر کسه
څه موده وروسته یې بیا ناروغي ولیده او ترې ویې پوښتل: ول
ې دې خپله ژمنه تر پښو لاندې کړه او د زرو کسانو په ځای دې پنځه زره ووژل؟
هغې ځواب ورکړ: ما ټول ونه وژل، بلک
ې څلور زره تنه له ویرې مړه شول
په دې مقاله کې مو هڅه کړې، هغه لس لارې چارې درته په ګوته کړو چې د وېرې په له منځه وړلو کې درسره مرسته کوي:
۱ عبادت وکړئ!
(الا بذکرالله تطمئن القلوب)
ژباړه: خبر شئ چي د خدای په یادولو سره مو زړونه سکون او آرام ترلاسه کوي
همدارنګه یو ارواپوه او طبي څېړونکي «جوان بورینسکو» په دې عقیده دی چې خلک خپل ډېری وخت په قهر او غوسې تېروي یا خپل راتلونکي ته اندېښمن دي چې له دې سره د ویرې او اندېښنې د کمولو لپاره باید ټول ځان په دې پوه کړو، چې په دې وخت کې څنګه حالت غوره کړو.
نوموړی وایي: د دې کار لپاره باید مذهبي عقیده ولرو، د ده په آند په ژوند کې د خوښۍ تر ټولو آرام او خوښه شېبه دا ده چې د سهار لمونځ او تر څنګ یې نور عبادات ترسره شي.
دا ثابته شوي چي عبادت په بدن کې د ویرې د تولید د هورومونونو (ادرینال او نورادرینال) کچه ټیټوي.
۲ په خدای ج توکل پیاوړی کړئ!
(وَتَوَکَّلْ عَلَی اللَّهِ وَکَفَی بَاللهِ وَکِیلًا)
ژباړه: پر الله توکُل وکړه، هماغه الله د وکالت لپاره کافي دی.
موږ ډېری وخت لفظاً توکل په خدای کړو، چې په اصل کې تر اوسه ډېر کم تعداد خلک پر دې مفهوم پوه او ګټه ترې اخلي، که داسې نه وي، په ژوند کې مو بیا وېره او اندېښنه په څه مانا؟
د انسان لپاره په خدای ج توکل د نېکمرغۍ پیل دی او په دې سره له هر ډول وېرې د خلاصون لاره مومي، ځکه په خدای ج ډډه (تکیه) د تنهایۍ او ټولو هغو نیمګړتیاو احساس له منځه وړي چې له امله یې انسان ځان ناتوانه او په قفس کې بند حسوي.
۳ د ځان لپاره خوښې شېبې ولټوئ!
لږ تر لږه په ورځ کې نیم ساعت هغه کار ته ځانګړي کړئ چې تاسو ته خوندور تمامېږي، خپل ذهن ته وخت ورکړئ، چې تازه شي، خصوصاً د رخصتۍ په ورځو کې خپل ورځنی کار پربږدئ او خپل وخت له ملګرو او کلیوالو سره په خوښۍ تېر کړئ.
دا ډول منظم او دقیق پلان‌جوړونه په بدن کې د وېرې کمولو لپاره غوره چاره ده.
۴ پروټین لرونکي خواړه وخورئ!
شیدې، غوښه او هګۍ هغه خواړه دي چي د پروټینو درلودونکي او په ډېری کورونو کې نسبتاً ډېر پیدا وي، نوموړي خواړه د وېرې د مخنیوي لپاره غوره خواړه تمامېدای شي.
۵ د سالم تنفس معجزه وکاروئ!
په واشنګټن ډي سي کې د ډاکټرانو مشر جیمزاس ګورډون خپلو ټولو ناروغانو ته، چې له سرطان نیولي آن د ماشومانو د پاملرنې تر بې نظمۍ کمولو، دا توصیه کړې ده چې منظمه ساه دې واخلي.
هغه وایي: “لنډه او ژوره ساه اخیستل ممکن له وېرې څخه د خلاصېدو غوره لاره تمامه شي.
کله چې هوا د سږو لاندنۍ برخې ته ښکته شي، نو په هرڅه کې بدلون راځي، د زړه ټکان کمېږي، د وینې فشار ټیټیږي، عضلات سستیږي او ذهن ارامتیا مومي.
۶ تدبیر او تقدیر مه هېروئ!
تدبیر د انسان په وس او توان پورې اړه لري او مکلف دی چې د ژوند د غوره شرایطو برابرولو لپاره یې له خپل توان او طاقت سره سم په پام کې ونیسي، خو کله چې خبره د انسان له توانه لوړه ځي، بیا هم مکلف دی چې تقدیر ته تسلیم او د عقل له غوښتنې سره سم له هر ډول وېرې نجات ته پنا شي.
(قُل لَّن یُصیِبَنَآ اِلاَّ مَا کَتَبَ اللهُ)
ژباړه: دوئ ته ووایه! موږ ته هېڅکله خیر او شر نه رسېږي، مګر هغه څه چې الله ج راته لیکلي دي.
۷ د خدایي مهربانۍ هیله پیاوړی کړئ!
خدای ج په یوه قدسي حدیث کې وایي:
زه د خپل بنده له اټکل سره یم، څنګه چې غواړي، نو هماغسې دې زما په اړه اټکل وکړي.
۸ وړاندوینه مه کوئ!
له روحي پلوه پیاوړي کسان پر دې ښه پوهېږي چې د راتلونکي وخت وړاندوینه نشي کولای. هغوی هېڅکله خپل وخت د راتلونکي پر وړاندوینه نه لګوي، ځکه چې باور لري باید د حال په فکر کې اوسي او راتلونکی لا تر اوسه نه دی رارسېدلی او د راتلونکو افکارو په دام کې ګیرېدل، دوی پر اوسني فعالیت باندي له تمرکزه منعه کوي او په دوی غلطي کوي.
۹ سپورټ وکړئ!
د ورځې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې سپورت وکړئ، سپورټ سترس کموي او دفاعي سیستم او زړه مو ځواکمنوي.
۱۰ د ژوند سړې تودې درس وګڼئ!
خدای ج خپل بنده‌ګان په ازمایښتونو ازمایي، د دوی په ژوند کې لوړې، ژورې پیدا کوي او په دې توګه ورته د زغم او له حالاتو سره د مقابلې درس ورکوي او تر څنګ یې هغوی ته ښیي، چې دوی بنده‌ګان دي او ټولې چارې یې د داسې یو چا په لاس کې دي، چې باید د بنده‌ګۍ سر ورته ټیټ شي.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب

ښځه او د پښتنو کورنی نظام

by زمزمه غزل ، کابل in ژوند بڼه

پښتنه ټولنه کې یو دروند بوج د نجلۍ ودول دي، او دا خو یې بېخي پېچلې مسئله ده، چې یوه جینۍ څنګه کور او څرنګه خاوند ته ودېږي. هسې خو په پښتنو کې کې یو ... نور ولولئ