بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه ساینس او ټیکنالوژي

د زړښت ضد مالیکول کشف شو

ژباړه: حنیفه مومند

د نېچر مجلې پر بنست، د پولي تکنیک فدرال لوزان سوییس پوهنتون پوهانو نوی میکانیزم کشف کړی، چې د حجرو له زړښت څخه مخنیوی کوي.

څېړونکو د ترا مالیکونه ولیدل. ترا مالیکونه د ریبونوکلییک اسیدونو څخه، د تلومر اوږدوالی او کړنې تنظیموي، دی. ترا د کروموزوم په پای/ انتها کې راټول او زېګنال ورکوي، چې تلومرونه باید اوږده او ترمیم شي. د RAD51 انزایم د ترا په نښلېدو کې مهم رول لوبوي او همدارنګه د DNA زیانمنو شویو مالیکولونو په رغېدلو کې اغېز او نقش لري.

د RAD51 انزایم په پای کې، د ترکیبي اسید ریبونوکلییک او DNA یو مالیکول جوړېږي. څېړونکي وړاندې له دې په دې اند وو، چې دا ډول غبرګون چې د نوکلییک اسید د درې رشته‌اي جوړښت سبب ګرځي، معمولا د DNAد رغېدلو پر وخت پېښيږي. د دغه چارې په تر سره کولو سره څېړونکو وموندله، چې لنډ تلومرونه د اوږدو په پرتله، په اتصال کې کارېدونکي دي.

تلومرونه د کوروموزوم د رشتې وروستۍ برخه ده، چې د حجرو د وېش، پر وخت د DNA (دنا) څخه ساتنه کوي، خو اوږدوالي یې همېشه کمېږي. د هایفلیک اصطلاح شتون لري، چې ښيي وروستۍ برخې په کومه کچه منقبضې شي، چې د حجرو ژوندي پاتې کېدل په جدي توګه کمښت ومومي. د تلومر په نامه انزایم، تلومرونه غځوي او اوږدوي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حنیفه مومند ، کابل

تبصره مو ولیکئ