په ماشومانو کې ژبه بندېدل/ لکنت څه ډول ناروغي ده؟ د حللارو په اړه يې په لیکنه کې ولولئ

مرکه صديقه پوپلزۍ او استاد امرخېل

ښایي داسې ماشومان مو لیدلي وي چې د ځینو کلمو سېلابونه تکراروي، د خبرو ترمنځ دمه کوي او یا یې د خبرو پرمهال پر صوتي غړو فشار راځي او خبرې یې ستونزو سره مخ کيږي، دا کړاو ډېرځله د ژبې پر پوره بندېدو هم پایيږي، یاده ستونزه یوه اروایي_بدني ستونزه ده چې د ژبې بندېدو یا لکنت په نوم یادیږي، په ټولنه کې د دې ستونزې لپاره بېلابېلې سنتي درملنې شتون لري چې یوه یې هم ددې ستونزې له منځه وړونکې نه ده د بېلګې په توګه په ملا تعویز کول، درمل درملنه، په تیاره کوټه کې بندول او نور… دا چې یاده ستونزه څنګه او څه وخت پیليږي او څنګه پرمختګ کوي، پر همدې اړوند مو له ارواپوه او سپچټراپیست عبدالجلیل امرخېل سره لنډه مرکه کړې هیله ده چې تر پایه یې راسره ولولئ.

پوپلزۍ: سلام استاد هیله ده چې روغ او جوړ به یاست او ورځ به مو ښه تېره کړي وي استاد په لومړیو کې غواړم وپوښتم چې د ماشومانو لکنت (ژبه بندېل) څه دي؟

امرخېل: سلام تاسو او درنو لوستونکو ته خدای دې وکړي چې روغ، جوړ او صحتمند اوسئ، د ماشومانو د لکنت یا ژبې بندېدنې په اړوند باید ووایم چې، دا د ژبنیو ګډوډیو یوه څانګه ده چې په خبرو کې د دمې(……..خور)، د سېلابونو د تکرار (م م م مور)، پر صوتي غړو فشار او په غږیزو غړو کې د انقباض په توګه راڅرګندیږي ډېری هغه کسان چې یاده ګډوډي لري د پر ځان ټییټ باور له امله یې ستونزه شدت پیدا کوي او د ژوند په یوه لوی کړکېچ اوړي.

پوپلزۍ: استاد د دې ستونزې لاملونه به څه وي؟

امرخېل: بېلابېل لاملونه شتون لري چې د دې ګډوډۍ په شدت او منځته راتګ کې ونډه لري، د هغو لاملونو له ډلې لومړی یې وېره او وېرول دي، ډېری ماشومان چې له ناڅاپي پېښو لکه د بل چا له لوري چیغه وهلو، په تیاره چاپېریال پرېښودلو او له ډاروونکو موجوداتو سره مخ کېدو له امله وېریږي نو د همدې سخت فشار له امله په ژبه کې ستونزې رامنځته کېږي چې وروسته ورو ورو په باور بدلېږي، ځیني ماشومان له کوچنیوالي د ژبې بندېدو مستعد وي یاني په ارثي بڼه له مور یا پلار څخه ورته لېږدېږي خو وروسته په کورنۍ کې د فشار، دیکتاتورۍ، مداخلو، توپیري چلند، رټلو، سپکولو او بې ارزښته ښودلو له امله د ماشوم ژبه بندېدل شدت مومي او لکنت یې دوامداره کیږي، د هرو ۵ لکنت لرونکو ماشومانو له ډلې څخه، ۳ تنه یې پرته له کومې درملنې رغېږي خو ۲ تنه نور یې بیا د ذکر شویو لاملونو او ناسمو روزنیزو تګلارو له امله د عمر تر وروستیو پورې له دې ګډوډۍ سره مل پاتې کیږي.

پوپلزۍ: کورنۍ ستونزې هم پر دې ګډوډۍ اغېزه لري؟

امرخېل: معمولا که کورنۍ کې یو ماشوم یاده ګډوډي ولري نو دا یې د شدت لامل ګرځي او د ژبې بندېدو په دوام کې مرسته کوي، د بېلګې په توګه هرکله چې مور او پلار لفظي یا فزیکي شخړه کوي نو سټرس زور اخلي همدا سټرس یې انرژي اخلي او د ژبې بندېدو شدت ډېروي، همدارنګه د جنګ جګړو له امله اوږدمهاله سټرس پر ژبه بندېدو هم اوړي.

پوپلزۍ: کورنۍ باید له خپلو لکنت لرونکو ماشومانو سره څه وکړي؟

امرخېل: کورنۍ باید له لومړیو د ماشوم ژبې بندېدو ته پاملرنه وکړي هرکله چې ماشوم بندېږي مداخله ونه کړي باید پرېږدي چې ماشوم خپله خبره پخپله وکړي ترڅو پر خپلو خبرو باور وکړي او وړاندې ولاړ شي، بله دا چې د ماشوم خبرې واوري، د هغه د خبرو اورېدو حوصله ولري. د دې ترڅنګ پر ماشوم له فشار راوړلو، رټلو، توپیري چلند، سپکولو، شړلو او بدلولو څخه ډډه وکړي، تر څو یې ځان درناوی پر خپل ځای پاتې شي او لکنت یې له منځه ولاړ شي.

پوپلزۍ: لکنت یا ژبه بندېدل په څو ډوله دي؟

امرخېل: ژبه بندېدل د جوړښت له مخې په درې ډوله دي، لومړی ډول یې، د سېلابونو تکرار (چچچمن)، دویم یې، د کلیمو ترمنځ دمه کول (…..هوا) او درېیم یې هم پر ځینو کلیمو فشار راوړل دي. د شدت لۀ مخې هم پۀ څلور ډوله دی، خفیف، متوسط، شدید و عمیق. د هلکانو په پرتله نجونې لږې پر دې ګډوډۍ اخته کېږي دلیل یې دا دی چې د نجونو د چپې نیکرې او ښۍ نیمې کرې ترمنځ ښې اړیکې شتون لري.

پوپلزۍ: کوم ماشومان په اسانه پر دې ګډوډۍ اخته کېدای شي؟

امرخېل: هغه ماشومان چې وېره لري، پر ځان باور یې ټیټ وي، ښې ټولنیزې اړیکې ونه لري، په مور پلار یا د کورنۍ سلسله کې یې یو کس پر لکنت اخته وي، ګوښه ګیر وي او د خبرو کولو مهارت کې ستونزه ولري پر دې ګډوډۍ ډېر ژر اخته کېدای شي.

پوپلزۍ: دا ګډوډي د ماشوم په روان څومره اغېزه کوي؟

امرخېل: ددې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې یاده ګډوډي پخپله یوه اروایي _بدني ګډوډي ده، د امریکا د ارواپوهانو ټولنۍ (APA) د اروایي ګډوډیو د تشخیص پر پینځم منول، DSM_5 کې یاده ګډوډي د ژبنیو ګډوډیو یوه لویه څانګه ګڼلې او اوسمهال د همدې معیارونو پر بنسټ تشخیصیږي.

خو باید یادونه وکړم چې د ژبې بندېدو له امله پر ځان باور، ټولنیزې اړیکې او ځان درناوی راټیټېږي او د زده‌کړو پرېښودو، بې ارزښتۍ، بې کارۍ، ژورخپګان، ټولنیز اضطراب او فوبیا لامل ګرځي.

پوپلزۍ: د ژبې بندېدو یا لکنت په اړوند د ټولنې باور څه دی؟

امرخېل: په ټولنه کې د لیک او لوست کچې ټیټوالي، بېلابېلو کلتورنو او ناسمو باورنو لۀ کبله باید ووایم چې یاده ګډوډي همداسې ناحله پاتې کیږي، ډېری خلک پر دې باور دي چې یاده ګډوډی د حل وړ نده او نه حل کېږي، ځیني بیا ددې ستونزې د حل لپاره، له سنتي درملنو څخه ګټه اخلي د بېلګې په توګه د هندو ډوډۍ، په تیاره کوټه کې بندول، له ملا نه تعویز راوړل او زیارت ته تلل. ځیني نور بیا پر طبي درملنو باور کوي ډاکټرانو ته ورځي او عصبي درمل اخلي چې د لنډ مهال لپاره د ستونزې کچه راټیټوي خو وروسته بېرته پخواني حالت ته ورګرځي.

له یادو درملنو څخه یوه یې هم د لکنت ستونزه نشي حل کولای، درمل ښایي د لنډمهال لپاره اغېز ولري خو وروسته نه یوازې دا چې روږدتیا رامنځته کوي بلکې په پرېښودو سره یې ستونزه نور هم شدت اخلي.

پوپلزۍ: څنګه کولای شو چې له یادې ګډوډۍ نه مخنیوی وکړو؟

امرخېل: د ماشوم عاطفوي اړتیاوې پوره کول، خبرې یې اورېدل، ملاتړ، د انتخاب حق ورکول، د کور په پرېکړو کې سهم ورکول او د ماشوم خبرو ته غوږ نیول لامل ګرځي چې د ماشوم ځان درناوی او پر ځان باور لوړ شي چې کولای شي تر ۵۰% پورې له یادې ګډوډۍ څخه مخنیوی وکړي.

ددې تر څنګ که د ماشوم له وېرولو، رټلو، پر ماشوم له فشار راوړلو، وهلو ټکولو او نورو ناسمو روزنیزو تګلارو څخه مخنیوی وشي نو پر یاده ستونزه اخته کېدل به تر ډېره د کنټرول شي.

پوپلزۍ: که مو ماشوم پر لکنت اخته وي څه ورسره وکړو؟

امرخېل: لومړی خو باید لۀ لومړیو د ماشوم لکنت یا ژبې بندېدنې ته پاملرنه وکړو، ډېری وګړي فکر کوي پخپله رغېږي او یا حتا داسې باورونه هم شتون لري چې یاده ګډوډي د درملنې وړ نه ده، یا یې هم نه مني تل وایي چې بچی یې روغ جوړ ده هېڅ ستونزه نه لري، ما وړاندې وویل چې لهۀ هرو ۵ پر لکنت اخته ماشومانو څخه ۳ تنه یې پخپله رغېږي خو دا په دې مانا نه ده چې ټول دې همداسې وي ځکه احتمالا رغېږي نو له همدې امله باید د شدت لاملونه کنټرول کړو.

که ماشوم لکنت لري هره ورځ ۱۵ دقیقې له ماشوم سره ارامې، شمېرلې او کش کش خبرې وکړئ، هغه مهال چې ماشوم خبرې کوي خبرې یې مه ور پرې کوئ، ترڅو یې باور ته زیان ونه رسېږي، کله چې ماشوم خبرې کوي ټول غوږ ونیسئ تر څو د بې ارزښتۍ احساس ونه کړي، ماشوم وهڅوئ تر څو په دمه دمه خبرې وکړي، د ښوونځي یا وړکتون له چارواکو سره خبرې وکړئ ترڅو یې پر وړاندې نرم چلند غوره کړي، د اړتیا په صورت کې تل په نرمه او شمېرلې بڼه خبرې وکړئ، د ماشوم غوښتنې پوره کړئ او تل د خبرو لپاره وخت ورکړئ.

که یادو تګلارو مرسته ونه کړه ارواپوه ته ورشئ تر څو مسلکي مداخله تر سره شي، ډېری میندې او پلرونه چې د خپلو ماشومانو د لکنت له امله موږ ته مراجعه کوي، تمه لري چې زوی یا لور یې باید ژر روغه شي، په داسې حال کې چې یاده ستونزه اوږدمهاله درملنې ته اړتیا لري او وخت نیسي. د لویانو د لکنت درملنه په میاشتو وخت نیسي خو په ماشومانو کې بیا لنډمهاله ده او ماشومان په اسانه او ژر رغېږي.