بریا او پرمختګ پوهنه خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر

د قران کریم اورېدلو ګټې؛ د ماغزو سولولونه ژوندي کوي

ژباړه او راټولونه:  ملیحه ناصري

د قران کریم د اورېدلو ګټې خورا ډېرې دي چې فزیکي، معنوي او اروایي په کې شاملې دي. دلته مو په دې لیکنه کې لنډه نغوته ورته کړې ده.

  • د وجود دفاعي سیسټم د قران په اورېدلو سره پیاوړی کېږي.

  • د حافظې د قوي/ پیاوړې کېدلو لامل ګرځي.

  • د قران شریف اورېدل په انسان کې د خلاقیت او نوښت راوستلو وړتیا لوړوي.

  • هغه کسان چې له اوږدمهاله ناروغیو ځورېږي، د قران په ډېر اورېدو سره سکون مومي او د درملنې لامل کېږي.

  • په ټولنیزو اړیکو کې بدلون راولي او د دې لامل کېږي چې خلک پر قران اورېدونکي باور پیدا او ملګرتیا ټینګه کړي.

  • عصبي فشارونه او سټرېس بیخي له منځه وړي.

  • د چټکې، سمې/ قاطعانه پرېکړې کولو وړتیا لوړوي.

  • هر هغه څه په انسان هېروي چې په ده کې د وېرې او خپګان لامل کېږي.

  • د سمو خبرو کولو لامل کېږي.

  • د ژبې د بندښت، زکام/ رېزش او سردرد درملنه کوي.

  • له سرطانه مخنیوی کوي.

  • د مخدره موادو / نشه یي توکو د کارولو مخه ډب کوي.

علمي دلیل:

په ۱۸۳۹م کې ( هنري ویلیام دوف ) وویل چې یو ډول ځانګړي اوازونه او غږونه د ماغزو پر سلولونو یو ځانګړی اغېز پرېباسي. کېدای شي دا اغېز منفي یا مثبت وي. کله چې غوږونه یو غږ اوري، هر سلول په خپل نظم سره خوځېږي او لړزېږي. همدا رېږدېدل یې د عمر اوږدېدلو لامل کېږي.

وروسته بیا پر جسمي او اروایي برخو باندې د قران کریم د اورېدلو د اغېز ښندلو په اړه منظمه څېړنه وشوه. قاریانو د دغې کړنې د اثبات په پار د اوربشو دانې راواخیستې. په جلا جلا خونو کې یې، په همرنګه هوا کې کېښودې. هر اتاق کې یې بېل بېل غږونه (قران شریف او سندرې ) ولګول.

تر درېیو ورځو وروسته یې وکتل چې د قران کریم غږ کې اوربشو ښه وده کړې او تازه وې؛ خو هغه نورو خونو کې یې وده سمه نه او مړاوې وې.

له دې تجربې جوته شوه چې قران کریم ان کولی شي په داسې څیزونو مثبت اغېز پرېباسي چې نه هوش لري، نه شعور او نه عقل؛ نو که انسان یې واوري څومره به مثبت اغېز پرې وښندي.

سرچینې:  بېلابېلې

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ