اقتصاد بریا او پرمختګ ژوند بڼه

د پيسو ګټل؛ څو لارې چارې یې په دې لیکنه کې ولولئ

ژباړه: صديقه پوپلزۍ

هر انسان غواړي ښه دنده او ښه معاش ولري، خپلې اړتیاوې يوره او موخو ته ورسیږي.

که موږ وغواړو شتمن شو اړتیا نشته چې د شتمنې کورنۍ څخه واوسو، اړینه ده چې د یوې ښې تګلاري څخه ګټه واخلو او ترسره یې کړو.

ـ هغه شیان چې په لاس جوړیږي؛ د پیسو ګټلو لپاره اړتیا نشته چې یوه کارخانه/ فابریکه ولرئ یا تاجر اوسئ، په لاس یو څه واوبدئ د هغه له طریقه هم پیسې ترلاسه کولای شئ.

د دغه کار لپاره اړینه ده چې لومړی خپل شوق او لېوالتیا وپېژنئ چې د کوم کار سره لېوالتیا لرئ او خوښېږي مو چې ترسره کړئ. کله چې مو وټاکل نو کولای شئ خپلې وړتیاوو او علم څخه هم یوزای ګټه واخلئ نو حتما خپلې موخې ته رسېږئ.

ـ د دوهم لاس جامو اخیستل: کوم کالي چې دوهم لاس دي موږ واخلو او نورو باندې خرڅ کړو د هغه په وسیله کولای شو پیسې ترلاسه کړو؛ ځکه هر څوک غواړي د زړو کالیو څخه ځان خلاص او په کمه بیه نور واخلي.

ـ طراحي او نقاشي؛ نننۍ ورځو کې ډېري خلک له دې لارې پیسې ترلاسه کوي، ځکه که تاسې دا وړتیا لرئ نو د هر څه طراحي لپاره ګټه ترې اخیستلای او دیزاین کولای شئ.

ـ زده‌کړه؛ په هره برخه کې چې مهارت لرئ هغه نورو ته زده کړئ او په وسیله کولای شئ پیسې لاسته راوړئ.

ـ انلاین دنده؛ هغه کسان چې د ورځې له طرفه هم دنده لري نو کولای شي انلاین کار هم وکړي ځکه وخت یې خپل په کنټرول کې وي او د دوارو دندو څخه پیسې ترلاسه کولای شي او انلاین کارونه نن ورځو کې ډېر دي او هرڅوک یې خوښوي.

ـ سرمایه ګذاري په سهامو کې؛ که غواړو تجارت وکړو کولای شو د لږو پیسو په وسیله ډېرې پیسې ترلاسه کړو او مخته یې یوسو.

ـ انلاین ټایپي کارونه؛ که مو ټایپ ښه وي او وړتیا یې لرئ نو کولای شي د دفترونو څخه ټایپي پروژې واخلئ او هم کولای شئ په انلاین ډول یې ترسره کړئ نو دا هم پیسو ترلاسه کولو لپاره ښه لاره ده.

ـ هغه کسان چې موټرچلول یې خوښیږي، نو کولای شي د هغه څخه هم ګټه واخلي.

داسې ډېري اسانې دندې شته، چې هرڅوک کولای شي ترسره یې کړي او پیسې ترلاسه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ