اپریل 14, 2021

اووه کلنې کاناډايۍ نجلۍ د نړۍ د پياوړې ماشومې لقب خپل کړ

Advertisements
ژباړه: عرفان لمر

کاناډايۍ اوه کلنه نجلۍ چې د خپل وزن درې برابره وزن پورته کوي د نړۍ د ځواکمنې نجلۍ لقب ترلاسه کړ.
د ډيلي مېل په وينا، روري وان الفت چې د اوتاوا اوسېدونکې، په يوه ساه تر ٤٢ کيلو ګرام وزن پورته کړى. هغه کولاى شي په خپله اوږه د ٦١ کيلو ګرام وزن سره کښېني او پاڅي او ٨٠ کيلو ګرام وزن په خپل سر وړلاى شي.
هغه تازه ٣٠ څخه د کم وزنه او د ١١ او ١٣ کلنو ماشومانو په ډله کې د امريکا د وزن پورته کولو په کتګورۍ کې اتله شوه.
هغې په پنځه کلنۍ کې دې ورزش ته مخه وکړه او هره اونۍ به يې څلور ساعته تمرين کاوه. هغې د جمناستيک سره علاقه درلوده او هره اونۍ به يې ٩ ساعته ياد ورزش ترسره کاوه.
د روري پلار وايي:
“د سېنکلر ضريب ته په کتلو، د روري ڼه يوازې ځواکنه اووه کلنه نجلۍ ده، بلکه د نړۍ په تاريخ کې اووه کلنه ځواکنه نجلۍ وي البته د موجودو معتبرو اسنادو په شتون کې.”
په ٢٠١٩م کې اعلان وشو چې رحيم کوريف شپږ کلن چچيني هلک کولاى شي ٤٨١٨ ځله سينه کشي وکړي چې د چارواکو په وينا يو نړيوال ريکارډ دى.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي