سپورټ فوټبال

فوټبال؛ د میونداتلانو لوبډله د افغانستان فوټبال غوره لیګ یوه بله غوره لوبډله ده.

میوند د کندهار ولایت یوه شمالي ولسوالي ده.

میوند ولسوالي د افغانستان او انګرېزانو د دوهم ستر جنګ شاهده ده او ځانګړی نامتووالی لري.

د انګرېز قوت سره د افغانستان دوهمه ستره جګړه په ۱۸۸۰م کال کي په همدې سیمه کي رامنځته سوه، چي د افغان جګړې مشري غازي محمدایوب خان کوله.

دا جګړه هغه وخت نامتو او افغانانو وګټل، چي پکښي د افغانستان د بیرغ د لوېدلو سره سم یوې پېغلي ملالي میوندۍ دا بیرغ راپورته او په لوېدلو افغان غازیانو یې د حملې چغي وکړه.

د پېغلي ملالي دا چغه په اصل کي هغه لوی قوت او الهی نصرت وختئ، چي پواسطه یې ستر انګرېز ماته سو.

په همدې خاطر د افغانستان فوټبال غوره لیګ کي د لوی کندهار په استازیتوب دا لوبډله د میوند د اتلانو په نامه لوبیږي.

دا لوبډله د جنوب لویدیځي حوزې څخه د کندهار، هلمند، زابل، اروزګان او نیمروز ولایتونو څخه تشکیل سوې او په دې لیګ کي لوبیږي.

د میونداتلانو لوبډله په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ م کلنو کي پرله پسې د افغانستان فوټبال غوره لیګ پایلوبو ته لاره پیدا کړه او دواړه ځلي یې اتلولي پر شاهین آسمايي لوبډلي باندي بایلوله.

ددې لوبډلي غوره لوبغاړي حمیدالله وکیلي ګول ساتونکی، فرزاد عطايي، مرتضی جعفري، اجمل امین، سید ابراهیمي، فردین حکیمي، معروف محمدي، فیض محمد فیضي، سیدباقر او متین یوسفزی بلل کیږي.

دا لوبډله په تېرو ۵ فصلونو کي د افغانستان فوټبال غوره لیګ یوه قوي او پیاوړې لوبډله معرفي سوې وه، ولي د خپلو خطاوو له امله یې جام نه وګټئ.

په سږنی فصل کي همدا لوبډله نسبتاً کمزورې معلومیږي، چي یو لامل یې د نویو او بې تجربې لوبغاړو اخیستل دي، ولي د وخت وړاندي فیصله تل ښه نه خیږي.

د میونداتلانو لوبډلي په خپل ګروپ کي د موجهای آمو لوبډلي سره لومړۍ لوبه مساوي پای ته ورسول.

ددې لوبي وروسته په ټولنیزو رسنیو کي د میونداتلانو پر کمزوره لوبي د پام وړ نیوکي هم وسوې.

د اتلانو لوبډله د خپل ګروپ دوهمه لوبه د سیمرغ البرز لوبډلي سره لري، چي دا لوبه ددې اونۍ په اخیره ورځ (جمعه) ماځیګر د افغانستان فوټبال فدراسیون په عمومي لوبغالي کي ترسره سي.

سیمرغ البرز لوبډلي خپله لومړۍ لوبه له طوفان هریرود لوبډلي څخه یو پر صفر بایلول، خو د اتلانو لوبډله که وکولای سي، سیمرغ البرز لوبډله ماته کړي، نو نیمه پایلوبو ته یې لاره آسانه کیږي.

د میونداتلانو لوبډله د ګروپ وروستۍ لوبه د طوفان هریرود لوبډلي سره د نوي اونۍ د پنج شنبې په ورځ ترسره کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.