اپریل 14, 2021

د لاچي/ هېل کوچنۍ دانې او سترې ګټې

Advertisements
ژباړه: عرفان لمر

١ – لاچي خوښي راوړونکي دي. هغه کسان چې غمجن او خفه وي، لاچي دې استعمال کړي ځکه آرام بښوونکي دي.
٢ – لاچي د بدن ځواک ته قوت وربښي او د خوشحالۍ سبب ګرځي.
٣ – په تندي او غاړه د لاچي غوړو مښل، د سردرد د لرې کيدو سبب ګرځي.
٤ – هېل د ځيګر دننه د موجودو لارو او رګونو د خلاصيدلو سبب ګرځي او په دې سره ځيګر او تورى پاکوي.
٥ – هېل يا لاچي د خولې بد بوى له منځه وړي او د اشتها د ډيريدلو سبب ګرځي.
٦ – د لاچي ريښې د زړه، معدې او ځيګر تقويه کوونکي دي.
٧ – د لاچي پوډر په اوبو کې واچوئ او په پوزه کې ېې کش کړئ، د پرنجي سبب ګرځي په دې سره د ذهن د پياوړي کيدلو او د سردرد د له منځه وړلو لامل کېږي.
٨ – لاچي باد له منځه وړي او د وريو د تقويې سبب ګرځي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي