اپریل 13, 2021

د کابل د هوا ککړتيا د کورونا ويروس په پرتله څو چنده مرګونې ده

Advertisements

ژباړه: نسیمه محمدي
د روغتيا نړيوال سازمان په خپل تازه راپور کې وړاندوينه کړې، چې د افغانستان د پلازمينې کابل، د هوا ککړتيا به خپل تر ټولو خطرناکه حالت ته ورسيږي. د روغتيا نړيوال سازمان د وړاندوينې په اساس سږ ژمي کې به په کابل کې د هوا ککړتيا 500 درجې وي، چې دا په نړۍ کې د هوا د ککړتيا تر ټولو ستره درجه ده.
د روغتيا نړيوال سازمان د راپورونو پر اساس، د سکرو، لرګيو، پلاستکي څيزونو په لوړه کچه سوځول د هوا د ککړتيا درجه لوړولاى شي. همدا مهال د يخنۍ د موسم د پيل سره چې په رسمي ډول د ګرمونکو آلاتو څخه استفاده نه ده پيل شوې، د کابل د هوا د ککړتيا درجه لوړه ده. په افغانستان کې د هوا د ککړتيا عمده لامل د ژوند ټيټه سطحه ښودل شوې ده.
په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د کور ګرمول ډير کم دي. جنګ د کاروبار کچه راټيټه کړې ده، او د برښنا کمښت او نشتون، په افغانستان کې داسې دى چې حتا نشي کولاى کابل په مسلسل ډول روښانه وساتي، نو برښنا ونه توانيده په تېرو څلوېښتو کلونو کې د کورونو په ګرمولو کې رغنده رول ولوبوي، نو په مدې اساس د کورونو ګرمول د سکرو، لرګيو او نورو توکو سره ترسره کيږي.
بېوزلۍ د سون توکو د اخيستو توان له ډيرو خلکو اخيستى دى، نو خلک اړ دي چې څه په لاس کې لري ترې ګټه واخلي، چې دا مسئله د هوا د ککړتيا سبب ګرځيدلې ده. په کابل کې د ښارګوټو ودانۍ عمده برخه د مرکز ګرمۍ په واسطه ګرميږي چې د سون توکي يې ناخالص د ډبرو ذغال دي له بلې خوا په کابل کې د لوګيو د فلتر سيستم هم شتون نه لري، نو نوموړي ښارګوټي د هوا په ککړتيا کې رغنده رول لري.
سرچينه: انډېپېنډېټ
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ