ادبیات ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر لیکوالي

د دروېش جانان؛ پر دغه نوم څو خبرې

لیکنه: ياران
ليکنه: نورالله زهیر

دا ښکاره ده چې جانان، جانان دی. پر زورورو او ښکلو به کمزوري او بدرنګ  څه ووايي؟

دا خو زموږ مينه او د زړه مجبوري ده، چې د جانان ظلمونو ته د نازونو نوم ورکوو.

خدای دې هر جانان ته انصاف ورکړي.

نور پر جانان نه غږیږو، بلکې پر دغه نامه (جانان) څو خبرې کوو.

جانان کلمه په پښتو شاعرۍ کې ډېره یاده شوې ده، که یې سولېدلې او کلیشه‌یي وبولو مبالغه به نه وي.

دروېش دراني دا کلمه  په شاعرۍ کې داسې کارولې  ده، چې نوی رنګ او نوی خوند لري. خبره تر هغې لنډۍ رسېږي چې:

ځان يې زړو جامو کې جوړ کړ

لکه په وران کلې کي باغ د ګلونو وینه

ښایسته انسان په زړو جامو کې هم ښکلی ښکاري

دروېش  هم په داسې ښکلي انداز او ډول جانان كلمه یادوي چې هم دا کلمه ورسره ښکلې شوې ده، هم نوې ښکاري او هم بېل رنګ او خوند سړی ترې اخلي.

څو  بیتونه را اخلو.

پیل له دغه انتخاب بیته کوو.

که يې له مخې یو طرف ته شې، نو هېر به دې کړي

زما جانان لکه هینداره حافظه نه لري

له دې بیت سره به دا ووایو چې یوازې د دروېش  جانان نه هر جانان دغه د هیندارې عادت لري چې ترې تېر شې، نو هېر شې. ځينې خو دا کافر عادتونه هم لري، لکه سترګې بدلول، مخ اړول، وعدې او لوظونه هېرول.

نور بیتونه چې جانان څنګه یادوي، ولولئ.

‏- – – – -‏

په سترګو کې ځای درکړم که په زړه کې ای جانانه

په کور د ننه خوښ یې که په وره کې ای جانانه

‏- – – – – – – –

چي ډکه وي له درده او له غمه ای جانانه

ګڼي ستا عاشقان هغه لار سمه ای جانانه

‏- – – – – – -‏‎ ‎

هغه زما خلاف زما د زړه په تل كې ناست دی

جنګ له جانانه سره ګران دی په مورچل کې ناست دی

‏- – – – – – –

که زه ورځینې ژاړمه که زه ورپسې ژاړم

جانان دی او جانان دی او جانان دی نور څه نشته

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ