ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر کورنی ژوند

له کوره د نجونو د تېښتې یو لامل، جبري واده دی

لیکنه: شپنه سلګۍ

ليکنه:شپنه سلګۍ

په دې وروستیو کې د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو یا نورو ستونزو له امله ځینې نجونې د خپلو کورونو څخه تېښتې ته اړ شوې دي. بل خوا د اسلام په رڼا کې، د هلک او نجلۍ خوښه د نکاح لپاره شرط ده له هغې پرته د نجونو په زوره ودول د اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي.

ځینې ناوړه دودیز رواجونه، نالوستوب، د ځوانانو له خوا د نجونو له احساساتو څخه ګټه پورته کول، د نجونو په ودولو کې د نجلۍ او هلک د نظر نه پوښتل، کورنی تاوتریخوالی او نورې ستونزې د دې لامل کېږي، چې پېغلې نجونې خپل کورونه پرېږدي او د بل چا کورته وتښتي.

ولور لوړ دی، ښځې په لوړ ولور پلورل کیږي، خلک دوستي نه کوي او ښځه خپلې خوښې ته نه پریږدي، ښځو ته د خوښې او انتخاب حق نه ورکوي. د مثال په ډول، دا ډول حق چې مور او پلار ورته ووايي، چې د فلانکي زوی موږ درته خوښ دی، ستا نظر څه دی، ایا خوښ دې دی او که نه؟

نو نجلۍ مجبوره شي له کور وتښتي، داسې ځوانان هم شته چې نجونو ته دوکې ورکوي، هغه غلطه کړي، هلک ورته ووايي چې له کوره راووځه، کله چې راووته نو هلک يې دې ته هم وهڅوي، چې زیورات او ګاڼې هم ځان سره را واخله. هغه ساده د کور نه زیورات، پیسې او یا نور کوم مال چې لري هغه هم را وخلي او کله چې هلک په دې پوه شي، چې د نجلې مور پلار یا دولت راباندې خبریږي هغه ووژني، چې بیا نو یا په پټيو کې بې عزته او بې قدره پرته وي، یا د چا د کور مخکې يې بې پته او بې عزته غورځولي وي.

د کورونو څخه د نجونو تېښته ځکه ستونزمنه ده، چې تښتیدلې نجلۍ نه پلارګنۍ قبلوي او نه هم په ځینو مواردو کې ملګری پرې ډیر باور کوي، ځکه هغه اندیښنه لري، چې ممکن دا نجلۍ د ده په شان له نورو هلکانو سره هم ارتباطات ولري، نو له همدې امله دا ډول ستونزې ډیری وخت په مرګ تمامېږي، چې د دا ډول نجلۍ او هلک د مرګ یوه بېلګه به هم درته وړاندې کړو:

هغه خویندې چې له کورونو څخه تښتي، خاوند لري، یو یا دوه بچي لري هغوی سره په رښتیا تاوتریخوالی موجود وي، ظلم ورباندې کیږي، د خواښې، خسر له خوا، حتا موږ داسې خویندې لرو چې له خپل خسر څخه سر ټکوي هغوی له خپلې اینګور څخه نامشروع اړیکې غواړي او دوی له خپلو کورونو څخه تیښتې ته مجبوریږي.

له خپلو کورونو څخه د نجونو د تېښتې یو لامل دا دی، چې خلک له شریعت سره پوره بلد نه دي، ځکه یو خو نجلۍ ژر نه ودوي، ډیر وخت يې په کور کینولي وي، ولور يې لوړ وي او څوک يې د واده کولو توان نه لري، نو هغه مجبوره شي چې تېښته وکړي او ځان بدنام کړي. بله وجه يې دا وي چې خپلوان يې په زور او جبر په کوم کس واده کړي، چې هغه د نجلۍ خوښ نه وي.

مهمه خبره داده ، چې نکاح کول د مور، پلار یا نورو اقاربو حق نه دی، بلکې دا د هلک او نجلۍ خپل حق دی، که سره خوښ وو دا نکاح صحیح ده او که نجلۍ خوښه نه وه، دا څوک په زوره نشي ودولای، که چېرې په زور او جبر يې نکاح وتړي دا نکاح قبوله نه ده.

حکومت د دا ډول نجونو لپاره چې له کوره تښتي د استوګنې او ساتلو ځای نه لري، په پښتنو کې د دا ډول پېښو عاقبت ډیر دردونکی وي.

د یادونې وړ ده، چې په پښتون مېشته سیمو کې له خپلو کورونو د نجونو د تېښتې یو شمیر پېښې رامنځ ته کېږي، چې دا کار د ډېری پیغلو او ځوانانو ژوند اخلي، خو د کلتوري محدودیتونو له امله يې ډیری قضیې پټې پاتې کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ