د اېټاليا د سيسيل ښار چارواکو د کار ي زمينې برابرولو، سوداګرۍ او د دغه ښار په يوه کلي کې د کار لپاره، کورونه د يو يورو په بدل کې پلوري.
د CNN د راپور پر بنسټ، کمون تورين د اېټاليا په سيسيل جزيره کې د يوې ځانګړې ځاى لپاره د اوسېدونکو د جذبولو خبر ورکړى دى. دا ښار کورونه د يو يورو په بدل کې پلوري او پېرېدونکو ته پيسې ورکوي، چې کور ځانته نوى جوړ کړي. هغه وګړي چې هوکړه وکړي، ودانۍ په ښو شرايطو وپېري، تر اته زره يورو مرسته ورسره کېږي.
د سيسيل ښاروال پرېکړه کړې لسګونه کورونه د يو يورو په بدل کې وپېري او يوازنى شرط يې دا دى چې اخيستونکي د درې کلونو څخه په کمه موده کې کور ورغوي.
نوموړى غواړي چې د کاري زمينې برابرېدلو، سوداګرۍ او د کلي شاوخوا د کار پيدا کېدو په خاطر کورونه د يو يورو په بدل کېو پلوري.
د يادونې وړ ده د ځينو کورونو لکه مرمت کورونو جوړولو او رغولو لپاره اته زره يورو کېږي او قانوني لګښتونه او نور يې د ٣٥ زره شاوخوا يورو دى. دا کلى د پالرمو ښار سويل ختيځ ته په ١٢٠ کيلو مټرۍ کې پروت دى.
کلونه وړاندې د دغه ښار اوسېدونکو کورونه پرېښودل او نورو ښارونو کې مېشت شول؛ د سيسيل ښاروال په وينا، د بهرنيانو پواسطه د دغو کورونو اخيستل او د مډرنو پلورنځايونو خلاصېدل به لامل شي، چې ځوانان دا ځاى پرېنږدي.
که غواړئ چې پیاوړې حافظه ولرئ، له دې کړنو ځان وژغورئ
ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د حافظې د کمزورتیا لامل یوازې د عمر په زیاتوالي پورې اړه لري، حال دا چې دا ستونزه یوازې په ډېر عمر لرونکو کسانو کې نه لیدل کېږي؛ بلکې ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي