د دغه وېټامین کمښت د دوامداره سردردیو سبب کیږي

  • ژباړه: نسیمه محمدي

فنلنډي څېړونکو تازه یوې څېړنه کې په ډاګه کړې، چې د وېټامین ډي کموالی په نارینه وو کې د پرله پسې او دوامداره سردردیو د خطر لامل ګرځي.
په دې څېړنه کې د ۲۶۰۰ فنلنډي نارینه وو اړوند چې د ۴۲ او ۶۰ کلونو ترمنځ عمر درلود، د وینې بېلګې او د سر دردیو شمېر وارزول شول. د څېړنکو په وینا نېژدې ۷۰٪ نارینه د وېټامین ډي د کمښت په درشل کې وو.
فنلنډي څېړونکو زیاته کړه: په منځني ډول هغه نارینه چې پرله پسې په سردرد اخته کېدل د نورو نارینه وو په پرتله په کمه کچه وېټامین ډي درلودل. همدارنګه په کمه اندازه وېټامین ډي لرونکي نارینه دوه برابره د لوړې اندازې وېټامین ډي لرونکو نارینه وو په پرتله دوامداره سر درد تجربه کوي.
د دغو څېړونکو پایلې دا څرګندوي، چې د وېټامین ډي کمښت په زیاترو ناروغیو د اخته کېدلو له ګواښ سره ځانګړې اړیکه لري.
څېړونکو په دې اړه چې دا څېړنه یوازې پر نارینه وو ترسره شوې او مشخصه نه ده، چې د ښځینه وو په اړه هم صحیح ده که نه، وویل: په دې برخه کې لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده چې واضح شي آیا د درملو په بڼه د وېټامین ډي خوړل له دوامداره سر دردیو څخه مخنیوی او درملنه یې کولای شي!؟
سرچینه: پارسینه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

شکېب الحسن خپلې غوسې جرمانه کړ

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د بنګله‌دېش پیاوړي الراونډر شکېب الحسن د جمعې په ورځ د بنګله‌دېش په داخلي ډیویژن لیګ لوبو کې د اېل بي ډبلیو اپیل څخه وروسته غوسه شو، وېکټې یې لومړی په لغته ووهلې او ... نور ولولئ