ادبیات ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

د افغانستان کلتور/ فرهنګ (تنوع)

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

افغانستان یو غرنۍ او تاریخي هېواد دی، چې مخینه یې د ډېرو حادثاتو او واقعاتو ګواه دی.

پوهانو کلتور ته بېلابېل تعریفونه ورکړي. د یو قام دود دستور، مذهبي عقیده، ژبه، موسیقي، کالي، ودانۍ، ادب، ارمانونه، خوبونه، لنډه دا چې د ټولنیز ژوند ټول اړخونه د هغوی کلتور جوړوي.

افغانستان یو په زړه‌پورې او د امېل کلتور او فرهنګ درلودونکی دی، چې تر اوسه ډېرو ټکو پکې بدلون موندلی دی، خو له دې سره یې بیا هم خپل کلتور او فرهنګ تر ډېره ساتلی دی.

که چېرې د افغانستان کلتور او فرهنګ ته پام وکړو، لکه د نورو هېوادونو په شان هر اړخېزې برخې لري چې په لاندې توګه یې بیانوو:

۱ـ جشنونه او مېلې: په دې برخه کې شامل توکي (نوی کال) دی، چې دا مراسم دوې اونۍ دوام کوي، او په دې کې ځینې نور مراسم هم شامل دي، لکه د بزګز مېله، سمنک، هفت مېوه، سیزده بدر، د استقلال جشن او داسې نور دي.

۲ـ موسیقي او ګډاوې: افغانستان موسیقي د قومي او ژبني ګډه پوله ده، چې د بېلابېلو قومونو او ژبو ګډ کلتور دی. له غزل څخه نیولې تر هندي راګ پورې ټول شته، چې پخوانۍ موسیقي او شعر د (ریګویدا) له وخته را پاتې دي. د موسیقۍ ډېرې تګلارې او سبک په افغانستان کې شته، لکه تصوفي، محلي، چې محلي کې هر قوم خپل مختلف سندرې لري.

همدارنګه موږ د موسیقي مختلف وسایل هم لرو، لکه رباب، تنبور، دوتار، غیچه، دمبوره او داسې نور دي.

ـ ګډاوې: ګډاوې هم د افغانستان کلتور یوه برخه ده چې هر قوم یې ځانته، ځانته بڼه لري، لکه (ملي اتڼ) چې په ټولنیز ډول د افغانستان د کلتور او فرهنګ څخه استازیتوب کوي، قرصک پنجشیر، چې دا د تاجیک خلکو د پنجشیر خوا مراسمو ګډاوې بلل کېږي.

۳ـ ساتیري او تفریح: په افغانستان کې د ساتیري ډول او ځایونه ډېر دي، چې د ښځینه، نارینه او ماشومانو کې توپیر لري، په کلیو، بانډونو او ښارونو کې هم د ساتیري ډولونه توپیر کوي.

پخوا هم خلک په عمومي رخصتیو کې دغو ځایونو ته تلل، لکه د پغمان مېله، بند قرغه، استالف، سالنګ، خواجه صفا، ګلبهار، چوک اغندې، سروبي او جلال اباد.

په افغانستان کې د ساتیرۍ ډولونه، لکه پهلواني، بزکشي، ښکار، چې دا په ملي ساتیریو کې راځي، خو اوس کې خلک له نورو هېوادونو څخه راغلې لوبې هم ترسروي، لکه کرکټ، فوټبال او داسې نور.

۴ـ پخوانی خټګري (معماري) دود: په مختلفو تاریخي دورو کې مختلف اثار یې درلود. د خټګري نمونې په افغانستان کې شته چې د افغانستان د کلتور او فرهنګ استازیتوب کوي. دغه څیزونه د بهرني او دنني هنري لاسونو کمال دی. په ټولنیز ډول یې یادونه کوو: حکاکي، طلاتپه، التین تپه، زرین، مجسمه‌جوړونه کې، شبه ګرینتي، د فرتوردار پايي، بوډایي مجسمې (مټکۍ)، هندي عاجونه، چیني لوښي، باختر، هډه، کاپیسا، بامیان.

د اسلامي دورې اثار: خوشنویسي، نقاشي (انځور ګري)، خټګري، جوماتونه، منارجام، ګوهر شاد بیګم جومات، د زرګري غونډۍ، مصنوعي غونډۍ، د رستم تخت، د نه ګنبد جومات او داسې نور.

۵ـ کالي: جوړه یا کالي او یا هم لباس د افغانستان ځانته ډول لري، چې هر قوم ځانته بېل، بېل ډولونه لري، لکه لونګۍ (دستار)، پټکۍ، خت (تن پوش)، پښولۍ چې دا ټول په هر قوم او خوا کې مختلف ډولونه لري.

۶ـ پخلي: په افغانستان کې پخلي او خواړه د غنم، سابه، جوار، وریجې، کچالو، لوبیا، نخود او داسې نور ورته تیاروي، چې د ځینو خوړو نومونه اخلو: قابلي، چاینکي، کچرۍ، اشک، منتو، ای خانم، او داسې نور ډولونه دي او دا خواړه په هر ولایت او ځای کې په رقم رقم ډولونو باندې پخېږي.

۷ـ ژبه: په افغانستان کې رسمي او منل شوې ژبې (دري او پښتو) دي چې ازبکي هم د درېیمې ژبې په نامه یادېږي، خو رسمي نه ده. موږ لږ او ډېر ۳۰ څخه ډېرې ژبې لرو، چې دلته د ځینو یادونه کوو: پشه یې، نورستاني، بلوچي، ازبکي، ترکمني، قرغزي او داسې نور دي.

۸ـ ادبیات: په دې برخه کې د هرې ژبې په ډېر لږ توپیر سره صنایع شته او ډېری ګډ ټکي لري، د هرې ژبې ادبیات یا ادبپوهان د افغانستان ګډ او ټولنیز غنیمت بلل کېږي، چې محمود طرزي د ادبیاتو پلار ګڼل شوی دی. او همداسې نور نامتو او منل شوي شاعران په افغانستان کې دي، لکه مولانا جلال الدین بلخي، سعدي، حافظ، خوشحال خان خټک، رحمان بابا، حمزه بابا، سید شمس الدین مجروح، رابعه بلخي، ګل پاچا الفت، ابن سینا بلخي، بیدل او داسې نور ډېر نامتو شخصیتونه شته چې د افغانستان نوم یې لوړ ساتلی دی.

پر دې سربېره ډولونو او برخې کلتور نور ډولونه لري، لکه ټولنیز او سیمه‌ییز ډولونه دي چې دا نور فرعي ډولونه هم لري.

په هر هېواد او ولایت کې کلتور توپیر کوي، مثلا په کابل کې یو ډول دی، قندهار کې بل ډول، نو ځکه د کلتورونو او دود دستور کې ځینې توپیرونه شته.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ