پیشلمي کې بادرنګ خوړل مو د ورځې تنده ختموي

خوړل په پېشلمي کې د ورځې تنده وژني!
د ګرمۍ په موسم کې انسان د خپل بدن ډیرې اوبه د خولو، او یا په بدن کې د حرارت په واسطه له لاسه ورکوي. چي په روژې کې د سختې تندې لامل کېږي.

د دې لپاره چي د روژې په میاشت کې مو د تندې مخنیوی کړی وي، او د ټولې ورځې لپاره مو بدن ارامه واوسي. باید په پیشلمي کې داسی خواړه وخوړل شي، چي په زیاته کچه اوبه ولري، او ورسره نور هم کوم زیان ونه لري.

که په پیشلمي کې یو یا دوه دانې بادرنګ وخورو ټوله ورځ یا دورځې ډیره برخه به مو بې تندې تیره شي ځکه بادرنګ د دوبي په موسم کې د تندې او د بدن د ګرمي د لري کولو لپاره مهم خواړه دي.

بادرنګ په خپل جوړښت کې ۹۶ فیصده اوبه لري، او له نورو ضروري غذايي موادو څخه جوړ دي چي د انسان د بدن لپاره ډېر ګټور دي. د بېلګې په ډول د بادرنګ غوښینه برخه په زیاته کچه ویټامین ای A، ویټامین C او فولیک اسید لري.

همدارنګه بادرنګ له شمېر نورو ګټو څخه برخمن ده چې په لاندې ډول ذکر شوي:

۱ـ د په بادرنګ کې سليكا په نوم معدني مواد شتون لري، چي د عضلاتو په قوي کولو کې مهم رول لوبوی شي.
۲ـ بادرنګ د پوستکي د ناروغیو لپاره کټور دي.
۳ـ بادرنګ د سترګو د لاندینۍ برخي پړسوب له منځه وړي.
۴ـ په بادرنګ کې سکوربیک او کافئیک اسید شته دي، چي د بدن د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی کوي.
۵ـ د بادرنګ په پوستکې یې په زیاته کچه فایبر او منرالونه دي لکه، مګنیزیم، مولیبدنوم او پوټاشیم، چې که چېرې د بادرنګ پوستکی تازه وي نو کوښښ وکړئ، چې له پوستکي سره یې وخورئ.
۶ـ بادرنګ نه یوازې دا چې تنده له منځه وړي، د بدن نورو غړو ته هم ډېره ګټه لري. په ځانګړي ډول د معدې ناروغانو ته.

وروستي مطالب