پنجاب د آی پي اېل په تاریخ کې یولسم ټیټ هدف وړاندې کړ

د آی پي اېل په تاریخ کې تر دې دمه یوولس ټیټ هدفونه وړاندې شوي، چې له دې ډلې یو هدف ۲۰۲۱ کې پنجاب لوبډلې وړاندې کړ.

پنجاب لوبډلې په شل اورونو کې د ۸ وېکتو په نقصان سره د شاه رخان د ۴۷ منډو په مرسته ۱۰۶ منډې کړې وې، چې چینای لوبډلې په شپاړسم اوور کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او پنجاب ته یې په شپږ وېکټو او ۲۶ توپونو ماته ورکړه.

د چینای لپاره تر ټولو غوره توپ اچونه ډیپک چهر وکړه، هغه په ۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخیستې.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ډیپک چهر ترلاسه کړه.

د آی پي اېل په تاریخ کې کم هدفونه

۲۰۱۷ کې د اپریل په ۲۳ مه د بنګلور لوبډلې د آی پي اېل په تاریخ کې تر ټولو کم هدف کلکتې لوبډلې ته ورکړی و.

۴۹ منډې هدف و، چې پوره کړ.

۲۰۰۹ کې د اپریل په ۱۸ مه د راجستان لوبډلې، بنګلور ته ۵۸ منډې هدف ورکړی و.

د ۲۰۱۷ کال د مې په ۶ مه ډیلي لوبډلې ممبيي ته ۶۶ منډې هدف ورکړی و.

۲۰۱۷ د اپرېل په ۳۰ مه ډیلي لوبډلې کېنګز ایلیون پنجاب ته ۶۷ منډې هدف ورکړی و.

۲۰۰۸ د مې په ۱۶ مه کلکتې لوبډلې د ممبيي پر وړاندې ۶۷ منډې هدف وړاندې کړی و.

۲۰۱۹ د مارچ په ۳۰ بنګلور لوبډلې د چینای سوپرکېنګز پر وړاندې ۷۰ منډې هدف ایښی و.

۲۰۱۴ د اپرېل په ۲۶ مه رایلز چلېنجرز بنګلور، راجستان ته ۷۰ منډې هدف ورکړی و.

د ۲۰۱۷ د مې په ۱۴ مه پنجاب لوبډلې رایزېنګ پونه سوپرجاینټس پر وړاندې لوبه کې ۷۳ منډې کړې وې.

د ۲۰۱۱ د اپرېل په ۲۷ مه کوچي ټوسکرز لوبډلې د ډکن چارجرز پر وړاندې لوبه کې ۷۴ منډې کړې وې.

۲۰۱۳ کې د مې په ۵ مه چینای سوپرکېنګز کرکټ لوبډلې د ممبيي پر وړاندې لوبه کې ۷۹ منډې هدف ایښی و.

او یوولسم کم هدف په ۲۰۲۱ کې د اپرېل په ۱۶ مه د پنجاب لوبډلې وړاندې کړ، چې چینای ته یې ۱۰۷ منډې هدف ورکړی و.

وروستي مطالب