ژړا په بدن کې زهري مواد له منځه وړي!

لیکنه: مریم صدیقي

ژړا او اوښکې تویول د بدن زهري مواد له منځه وړي، او له دې سره د بدن هغه کیماوي مواد پاکوي چې د کورتیسول (د سټریس هورمون) د ډېروالي سبب کیږي.

دا به مو ډیر اوریدلي وي چې خندا د هر درد لپاره دوا ده، خو کله کله ژړل هم د ذهني فشار او ناراحتي لپاره ګټوره کېدای شي.

د ژړا یوه ګټه دا ده چې فیزيکي فشار له امله د احساسي نارامیو کمول دي. له ژړا وروسته رواني خوځښت پيلېږي، چې د بدن سره مرسته کوي خپل حیاتي تعادل ته ستون شي.

د پشتو ادب وتلی شاعر درویش دراني د ده موضوع په کله وايي:

ارمانجن زړګی مې سپک شو چې مې اوښکې شوې روانې

داسې شومه لکه وي، چې اوبـــو وړي ارمــــــــــــــــــانونه

په دې بیت کې د زړه ارامېدل او سکون راتله د اوښکو په توییولو کې ښودل شوی.

الله تعالی دهغه جل جلاله له ویرې ژړا کوونکي ستایلي دي، او پخپل مقدس کتاب کې یې د هغوی په اړه داسې مهرباني کړې ده:

((إن الذين أوتوا العلم من قبله إذا يتلى عليهم يخرون للأذقان سجدا. ويقولون سبحان ربنا إن كان وعد ربنا لمفعولا. ويخرون للأذقان يبكون ويزيدهم خشوعا) [الإسراء 107-109]

ژړا یو طبیعي او غریزوي څیز دی، هو دا یو فطري خصلت دی، او د ژړا مخه څوک نشي نیولی، الله تعالی فرمايي:

(وأنّه هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَى) [النجم / 43]

د امريکا د ميني سوټا ايالت څېړونکي وايي: ژړا کولای شي د ۸۸،۸ سلنه کسانو روحيه پياوړې، د ذهني فشار، سټريس او عصبانيت کم کړي او د بدن د دفاعي سيستم کچه لوړه کړي. ژړا او اوښکې تویول د بدن زهري مواد له منځه وړي او له دې سره د بدن هغه کیمیاوي مواد پاکوي چې د کورتیسول (د سټریس هورمون) د ډېروالي سبب کیږي.

څېړونکي وايي: ځيني وخت هغه خلک چې د غمونو او فشارونو او مشکلاتو پروخت وژاړي له ژړا وروسته ښه کېږي ځکه چې په دې سره یې مشکلات او ناراحتي له خپله ځانه ايسته کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ