د کرونا وایروس اروايي اغېزې؛ د روغتیا نړیوال سازمان اندېښه

ژباړه: نسیمه محمدي

په ټوله نړۍ کې ورځني راپورنه د کرونا وایروس د ناروغانو د شمېر د زیاتو په اړه دي. پنجشنبه د مې په ۱۴مه اعلان شوه، چې د کرونا وایروس د مړو شمېر ۳۰۰ زرو او د اخته‌وو ۴ میلیون او ۴۰۰ زرو ته رسېدلی دی.
د چهارشنبې پر ورځ، د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړه، چې ممکن د کرونا وایروس «نابود/ لمنځه لاړ» نشي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، کرونا وایروس ممکن د ایدز وایروس په څېر «اندمیک» یا محلي پراختیا ومومي.
د پنجشنبې پر ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د دې وبا له امله د جدي اروايي کړکېچ ګواښ وکړ او هېوادونو ته یې په دې برخه د اقدامات سپارښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، آنتونیو ګوترېش د «اروايي ناروغۍ» په برخه له ناکافي بودیجې څخه د انتقاد ترڅنګ وویل: “د کرونا وایروس خپرېدو بشري ټولنه او کورنۍ د شدیدو اروايي ستونزو سره مخ کړي.
د ګوترش په ګمان د دې وبا د مهار په صورت کې به هم تر زیات وخت پورې روحي او اروايي اغېزې لکه وېره/ ژور خپګان، شته وي.
وړاندې د ملګرو ملتونو منشي ویلي وو، د کرونا وبا «د کرکې او بېګانه هراسۍ» سونامي له ځان سره راوړې.
آنتونیو ګوترش ویلي وو، چې په نړۍ کې د بهرنیو ضد احساسات د «کوویډ- ۱۹» له خپرېدو سره زیاتوالی موندلی دی.
د ګوترش په وینا اوسمهال باید د «د وایروس کرکې» په وړاندې د هېوادونو د خونديتابه لپاره کار وشي.
ګوترش ویلي وو: “کډوال او پناه غوښتونکي د کرونا وایروس د منبع په توګه د ظلم او بد چلند سره مخ شول او روغتیاپال ته د تګ اجازه هغوی ته ورنه کړل شوه.
نوموړي نړۍ ته د کرکې د شیندلو په اړه په خپلو خبرو کې وویل: “د کوویډ- ۱۹ لپاره مهمه نه ده چې موږ څوک یو، چېرته ژوند کوو، یا په څه عقیده لرو، خو کوویډ- ۱۹ وبا د کرکې او نفرت سونامي، د ګناهګار بلل کېدو او د وحشت خپرول راویښ کړي دي.
سرچینه: Independent

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

عمران خان: افغانستان کې د جګړې په ختمېدو سره زموږ او د امریکا ګټې زیاتېږي

by عاقله اسد in افغانستان

پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن پوسټ ته ویلي امریکا او پاکستان په افغانستان کې ... نور ولولئ