خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان د کريکټ بورډ رئيس سورب ګنګولې وايي د کرونا ويروس د راتلونکي هندوستان پريمرليګ مخه نه سي نيولای.
کرونا ويروس چي په نړيواله سطحه د انسانانو د ژوند لپاره لوی خطر دی په ډيرو هيوادونو کي خپره سوې او په زرګونو انسانان پرې مبتلا او وژلي يې دي.
د هندوستان پريمرليګ چي د ممبی انډينز او چينای سوپرکينګز په لوبو پيليږي ددې ادارې مشر برجيش پټيل او د هندوستان د کريکټ بورډ مشر سورب ګنګولې ويلي چي د ۱۳م پړاو IPL پر مهال د کرونا هيڅ ويره نسته او موږ په پوره ډول چمتو يوو.
ګنګولې همدارنګه وويل د هندوستان او سويلي افريقا راتلونکو ۳ يو روځنيو لوبو لړۍ کي چي دمارچ په ۱۳مه پيليږي د کرونا ويروس هيڅ خطر نسته.
د هندوستان پريمرليګ د رواني مياشتي په ۲۹مه نيټه پيليږي او د اپريل په ۲۴مه پايته رسيږي.
جان کربي:له ټولو ملګرو هېوادونو سره د افغانستان په اړه په اړیکه کې یو
د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی د داسې یوې حللارې په لټه کې دي چې د افغانستان، امریکا او متحدینو لپاره ګټوره وي. ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي