کرونا وېروس په هندوستان کې نوی ريکارډ جوړ کړ

هندوستان کې د کرونا وېروس له کبله د مړو شمېر تر بل هر وخت ډېر سويدی.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ددې هيواد ۴۵۲۹ کسان کرونا وېروس وژلي دي چې دا د هيوادونو په کچه تر ټولو لوړ شمېر دی.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲.۶۷ لکه نوي مثبتي پېښې ثبت سوي، ۳.۸۹ لکه کسان بيرته جوړ سويدي.

مخکي په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس له کبله د جنوري په ۱۲مه د مړو تر ټولو لوړ شمېر ۴۴۶۸ په امريکا کې ثبت سوی وو ،ورپسې برازيل کې د اپريل په شپږمه ۴۲۱۱ کسان د ياد وېروس له کبله مړه سوي وه.

په تېرو څلور ورځو کې هره ورځ په هند کې تر ۴۰۰۰ ډېر کسان مړه کېږي،چې تر اوسه په روانه می مياشت کې ۷۱۳۹۵ کسان مړه سويدي.

په تېرو څلور ويشت ساعتونو کې د مهارشترا ايالت ۱۲۹۱ مړي ثبت کړي،کرناتکا کې ۵۲۵ او تاميل نادو کې ۳۲۶ کسان کرونا وېروس وژلي دي.

تېره ورځ په هند کې د ۲۰ لکه کسانو څخه د کرونا ويروس ټيسټ اخيستل سوی وو چې ۱۳.۳۱٪ يې مثبته پايله ورکړې.

د کرونا وېروس له کبله په هندوستان کې روغتونونه د اکسېجن د کمښت سره مخ دي،او مړي په ډلييز ډول سوځول کېږي.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ