د کرونا وایرس څه ډول خپور شو؟ دلته یې په اړه له نویو موندونو خبر شئ

ژباړه: مهرتاج
د غذايي مارکیټ یو حیوان د کرونا وایروس د خپرېدو لامل شوی.
څېړنه:
په چین کې د ۲۰۱۹ کال ناول کرونا یا کورونا نومی وایروس اوس د نړۍ مختلفو هېوادونو ته رسېدلی دی. ساینسپوهانو په ډېرې چټکۍ هڅې روانې کړي چې معلومه کړي آخر یاد وایرس څنګه انسانانو ورسېد؟
اوس یوې نوې څېړنې د دې وایرس سرچينې ته په اشاره ویلي چې له “ښاپېرک” يا (خُفاش) نومي مارغه څخه خپور شوی او دې موضوع د خلکو پام رااړولی. د لانسټ طبي جریدې د راپور له مخې، د چین د “شانګ ډونګ” طبي پوهنتون په څېړنه کې څېړونکو د ۲۰۱۹ کال ناول کورونا وایرس ۱۰ نمونې تجزیه کړې چې په دې وایرس له اخته شویو ۹ تنو ناروغانو څخه ترلاسه شوې وې.
د دوی ترلاسه کړيو نمونو له يوه بل سره ډېر زیات ورته والی درلود او د عين جینيټکي يا ارثي مشخصاتو اندازه پکې ۹۹،۹۸ فیصده وه.
دې نتیجې ته په کتو ویل کیږي چې دا وایرس تازه انسانانو ته لیږدول شوی دی، که چېرته له مخکې منتقل شوی وای نو د وایرس نمونو کې به ډېر زیات توپير ليدل کېدای ځکه وایرس په ډېر سرعت و تېزۍ سره بدلیږي او خپرېږي.
د دغې څېړنې د ټیم غړی پروفیسر “وائی فینګ شائی” وایي:
«دا حیرانوونکې ده چې په مختلفو ناروغانو کې دې د دې وایرس مشخصات یو شان وي، له دې معلومیږي چې د ۲۰۱۹ کال ناول کورونا وایرس د خپرېدو سرچينه یوه وه ځکه يې په دومره کم وخت او چټکۍ سره تشخیص وشو.»
نوموړی وايرس د دسمبر مياشتې په وروستيو کې راپيدا او ډېر کم وخت کې پر ټول چین سربېره شاوخوا ۲۰ نورو هېوادونو ته هم ورسېد چې تر اوسه له اته زره زیات کسان پرې اخته او ۱۷۱ نور مړه شوي دي.

ښاپیرک: دا مارغه چې یوازې د شپې الوت کولی شي، افغانستان کې ورته بیلابیل نومونه اخیستل کیږي

پر دغه وايرس له لومړنیو اخته بزګرانو څخه معلومه شوې چې دوی د هوانان “سي فوډ مارکیټ” (چېرته چې مختلف قسمه سمندري حیوانات پلورل کیږي) کارکوونکي او هلته تللي کسان وو.
د دې وایرس د اصلي سرچينې د تشخیصولو لپاره څېړونکو د دې جینيټکي سیکونس موازنه وائرل سیکونسز لایبریري نه ترلاسه کړه چې د دې وایرس منشأ “ښاپېرک” و چې په دوه ډوله ښاپېرکو کې ډېر لیدل شوی و.
په دې ورځو کې د کورونا کورنۍ وايرسونو ۸۸ فیصده جینيټکي سیکونس د ۲۰۱۹ کال ناول کورونا وایرس نه خپرېږي.
نو د دې پایلې پر اساس څېړونکي وایي چې د نوموړي وايرس منشأ او سرچينه ښاپېرک دی خو په “سي فوډ مارکیټ” کې ښاپېرک نه پلورل کېږي او دا ثابتوي چې نوموړی وایرس له ښاپېرک څخه نه بلکې له کوم بل حیوان څخه (چې تر اوسه لا مشخص شوی نه دی) انسانانو ته د پوړیو/ زینو په څېر انتقال شوی.
د څېړونکو له ډلې د ډاکټر “ګیوزین” په وینا، ممکن دا وايرس کوم بل حیوان د ښاپېرک/ شوپرک او انسانانو ترمنځ خپور کړی وي.
د څېړونکو په وینا، په مجموعي توګه کېدای شي دا وايرس یو ځل بیا هم د ځنګلي حیواناتو له لارې انسانانو ته د انتقالېدو خطر رامنځته کړي.
تر دې مخکې په یوه بله څېړنه کې ویل شوي وو چې دا وایرس په “سي فوډ مارکیټ” کې د پلورل کېدونکو مارانو څخه خپور شوی دی خو ځینو ماهرینو په نوموړي تحقیق نيوکه وکړه او ویې ویل چې تر اوسه دا معلومه شوې نه ده چې کورونا وایرس د مارانو له وجې خپور شوی یا نه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ