هلمند کې د کرونا ويروس ۱۵ ناروغان بيرته روغ سويدي!

خبريال: مدثر دعوت
هلمند کې د کرونا ويروس د ناروغانو د جملې څخه ۱۵ کسان جوړ سويدي.
د روژې د مياشتي په راتګ سره په لښکرګاه ښار کې د ولايتي ادارې له لوري وضع سوی قرنطين مات سو، خلکو ته د تګ راتګ او کاروبار اجازه ورکړل سوه او ژوند بيرته عادي حالت ته راګرځيدلی دی، که څه هم د کرونا ويروس د اکثرو خلکو په ذهن کې لانسته خو بياهم په هلمند کي يې پيښي په کميدو او ناروغان په جوړيدو دي.

د هلمند د عامې روغتيا رياست وايي په کرونا ويروس د ۲۵ ناروغانو د جملې څخه د ۱۵ ناروغانو ازموينو منفي پايله ورکړې او بیرته عادي حالت ته ګرځيدلي دي.
د عامې روغتيا رئيس عبدالاحد حازم وايي: “ د کرونا ویروس د ناروغانو د دويم او دريم ځل ټيسټونو وروسته د ډيریو ناروغانو پايلي منفي سوې، او دا د روغتياپالانو د هڅو او خدمت نتيجه ده چې د ۲۵ ناروغانو له جملې څخه ۱۵ کسان بيرته جوړ سوه.

حازم وايي د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره د ځانګړې ۱۰۰ بستريز مجهز روغتون د جوړولو لپاره د ځمکې په لټه کې يوو چې ډير ژر به يې د جوړيدو چارې پيل سي او همدارنګه د برګ موسيسې له لورې به هم د ۲۰ بستريز روغتون د جوړيدو چارې پيل سي.
نوموړی وايي د روغتونونو د جوړيدلو سره سره به هلمند کې د کرونا ويروس د ازموينې لپاره لابراتوار هم جوړ سي چې په پايله کي به يې ټول ټیسټونه پر وخت او زمان سره کتل کيږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب