خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کرونا

د انسان پر مغز او سږو د کورونا وایروس منفي اغېزې

ژباړه: نسیمه محمدي

مشهور چاپېریال پېژندونکي د انسان پر مغز او سږو د کورونا وایروس/ کوويډ- ۱۹ ناروغۍ اغېزې کشف کړې. آنچا بارانوا، د متحده ایالاتو د جورج میسون پوهنتون د چاپېریال پېژندنې د څانګې استاد، وویل، چې روغتیاپالانو د کورونا وایروس، په شدیدو  ناروغانو کې چې د جراحۍ چاره ترسره کړې، د مغز او د سږو د حجم د کمېدلو خبر ورکړی.

بارانوا وویل:

“په ځینو کسانو کې، چې له کورونا رغېدلي، په ځینو فعالیتونو کې یې د سږو ظرفیت کمېږي.”

بل خوا چینايي څېړونکي وايي، چې د کورونا وایروس د (Toilet/ تشناب) څخه انسان ته خپور شوی دی. ځوانان نور ماراټن (د اوږده واټن ځغاستې لوبه چې ۲۶ میله/ ۳۸۵ یارډه ده)، نشي کولای، په داسې حال کې چې د لوړ عمر لرونکي کسان د زینو څخه پورته تللو پر وخت ساه‌تنګي حس کوي.

unnamed.jpg

نوموړي همدارنګه څرګنده کړه، چې په شدیدې کوویډ- ۱۹ ناروغۍ اخته ناروغان، زیات عصبي علایم لري.

بانوارا زیاته کړه:

“مثلاً پاخه عمر لرونکي، د ناروغۍ له سخت دوران سره سره د ګنسیت او هذیان ویلو علایم لري. په کورونا وایروس کې د عصبي التهاب پیدا کېدل، له شک ډېر لوړ دی. دا چې څومره موده دوام کوي او څنګه لمنځه ځي، لا څرګنده نه ده. د ناروغانو په وینا حتا له روغتونه تر رخصتېدو وروسته هم، د سردرد او ستړیا نښو دوام درلود.”

دغه چاپېریال‌پېژندونکي وویل، چې تر اوسه لا معلومه نه ده چې د دې ناروغۍ عواقب به تر کومه دوام ومومي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ