کرونا ویروس دوه ورونه کرکټ لوبغاړي د یو بل د دیدن په ارمان کړل

یاران سپورټس
دا چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس وېره خپره کړې، نو د کورنۍ غړي هم له یو بل څخه واټن مراعتوي، چې دغه نړیواله وبا یې ژوند ونه ګواښي.
د انګلستان کرکټ لوبډلې دوه تکړه کرکټ ټولچاري یا الراونډران سام کورن او ټام کورن په خپل کورکې د قرنطین له امله یو بل یوه اوونۍ نه دي لیدلي.
سام کورن چې د ټام کورن کوچنی ورور دی، کرېک بز وېبپاڼې ته ویلي، چې خپل ورور یې یوه اونۍ په خپل کور کې نه دی لیدلی.
د هغه په خبره: “له کرونا ویروس څخه بچاو په خاطر یوازینۍ لار قرنطین مراعتول او واټن اخېستل دي.
دواړه ورونه وایي که چېرته کورونا وبا پای ومومي نو دوی دواړه به هم یو بل وګوري.
بل پلو سام کورن د آی پي اېل په اړه هم خپل معلومات وړاندې کړي دي.
هغه وایي: “ډوني یو غوره لوبغاړی دی او زه ډېر لېواله یم چې د هغه په مشرۍ چینای لوبډله کې ولوبېږي.
سام کورن له ۲۰۱۸م کال راهیسې د آی پي اېل لوبو کې د کېنګز ایلیون پنجاب لوبډله کې لوبېږي.
نوموړی د پنجاب لوبډلې یو له غوره الراونډرانو تمام شوی دی، چې توپ اچونه او توپ‌وهنه یې ډېره په زړه‌پورې ده.
د سام بل ورور ټام کرن بیا د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره لوبېږي، چې دی هم یو غوره کرکټ ټولچارو څخه دی.
اوس دواړه ورونه وایي که آی پي اېل پیل شي، نو دوی به یو ځل بیا د یو بل پر وړاندې دوو مختلفو لوبډلو کې ولوبېږي او د یو بل دیدن به هم وکړي.
خو د آی پي اېل مسوولین ویلي چې دا ستر لیګ تر نامعلومې نېټې ځنډول شوی دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي